وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ...

105
پښتو ټپۍ،مصرۍ، لنډۍ. ویب پاڼه: http://www.razmohammad.com میل ای پ ته: [email protected] کال:2016 م

Upload: others

Post on 15-May-2021

3 views

Category:

Documents


0 download

TRANSCRIPT

Page 1: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

پښتو

لنډۍ ، مصرۍ ، ټپۍ

.

http://www.razmohammad.com: ویب پاڼه

[email protected]: تهپایمیل

م 2016ک ال:

Page 2: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

1 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

ۍ، پۍ لنډۍ، مص

لنډۍ هغه ولسي شعرونه دي چې شاعر یې معلوم نه وی او د هر حساس پښتون او حساسې پښتنې

د احساساتو هنداره باله شي .

د لنډيو شاعران څوک دي؟

د پښتنو په غرو او رغو کې ، په کلیو او ښارو کې ، په شنو درو او لویو دښتو کې ، د ابشار خنګ او

شپیلۍ او د بڼوال په درو کې بلاخره د پښتنو د خاوری په هر ګوټ کې د کږدۍ اړخ ته د چوپان په

له دی اشعارو څخه په یو شان خوند اخیستل کیږی . زاړه یې د ځوانۍ د خاطراتو په یاد وايې ،

زلمیان او پیغلې يې د خپل زلمیتوب شور او مستي پکښې لټوی ، مینانو ته د راز او نیاز رویباری کوی

ه د تورو په میدان کې ګډیږی او مسارر يې په مسارري کې د خپل وط تنده پری ، توریالی ورس

ماتوی . د اشعرو نه چې څومره ساده، سلیس او روان دی هغومره د پردیو ژبو له اغیزې څخه پاک او

سپيڅلې دی.

د لنډيو ځانګړتياوې

عربي عروضو څخه بی نیازه د دیوانونو شعرونه که د عربی عروضو تابع دي خو دا شعرونه نه یوازې د

(۹)سیستم په اساس ځانته عروض لری ، لومړی برخه یې لنډه ( Syuable) دي بلکه د سېلاب

سیلابه ده . د دی اشعار ویل څرګند خصوصیت دا دی چې زیاتره (۳۱)سیلابه او دوهمه برخه یې اوږده

ت تر نر رقیق ، تاثیرات یې پکښې د ښځې له خوا نارینه ته خطاب وی او څنګه چې د ښځې احساسا

تر نر اغیزم او اغیز یی تر نر وخوندور دی نو به لنډیو کې هم طبعاً تر نورو اشعارو خوند او اغیزه

زیاته محسوسه کیږی ، همدا شان هره یو لنډۍ د ملی موسیقی یو داسی نوټ بللی شو چې پر مختلفو

د سفر ، ناستی ، اټ ، غم او د خوښی د حالاتو طرزو او آهنګو باندې کیدای شی ، لکه : رزم ، بزم ،

Page 3: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

2 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

د راز راز لحنونو سه سمون خوری یعنی هره یوه لنډۍ د ملی موسیقی پر ډول ډول آهنګونو او وزنونو

باندې ږغیدای شی ، دا څو لنډۍ چې دلته د پارسی او انګریزی ترجمی سه لوستونکو ته وړاندې

وړه نمونه ده ، که نه وی دا راز په زرګو نو زرګو نو لنډۍ شته کیږی دا د دی راز ملی اشعارو یوه ډیره

چې تر اوسه را غونډی شوی نه دی یوازی یوه برخه یې د پښتو ټولنی د کتاب په شکل چاپ کړی ده .

که دا نمونه د لو ستو نکو خوښه شوه نو بیا به زیار باسو چې دا راز شعرونه یوه بله مجموعه د ترجمی

وړاندی کړو . د پښتو ژبې داولسۍ ادب يو ځانګړی شعری صنف يا ټو لګی دی چې سه مينوالو ته

شفاهې ادب هم ورته وايې . لنډۍ د شعر د نورو ډولونو نه يو بيل او بشپړ ډول ځانګړی رورم لری .

سيلابه کيږی چې دا ځاتکړنی په نورو (۳۱)چې لو مړۍ نيم بيتي يې نهه سيلابه او دوهم نيم بيتی يې

ی رورمونو کې نه ليدل کيږی . په پښتو اولسی ادب کې د لنډۍ لپاره نور نو مو نه هم شته چې د شعر

بښتون اولس لخوا په دی ټولو نو مو نو پيژ ندل کيږی .لکه: ټپه ، مصره او ټيکی .... چې دی هر نوم

ې لنډۍ واي ته يو ځانګړی رلسفه موجوده ده چې د بيلګې په ډول يې زه يادونه کوم . لنډۍ ته ځکه

چې د سيلا بونو له مخې لنده او دمانا له پلوه ديره اوږده او غښتلی وی او يا داچې چې لو مړۍ نيم

بيتی يې ددوهم نيم بيتی نه لنډ وې لکه دا لا ندې لنډۍ :

د لنډی ونې نه دی ځار شم

لکه سيسي چې په کمر ولاړه وينه

مصه

ا زما نو کې د توری او ډال جنګونه وه او د هغو جنګونو لنډۍ ته مصره هم وايې او دا ځکه چې په پخو

په مهال د جنګ ښه او پياوړی توره به په مصر کې جوړ يدله ،نو د مصری توری شهر ت ډير زيات وه

او هغه به ډيره تيره او ځلا نده هم وه ،نو د لنډۍ تا ثير او ښکلای يې د مصری توری سه تشبيه کړی

ملا لې د خو لې مصره د يا دولو وړده :چې د ميوند په جنګ کې د

Page 4: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

3 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

که په ميو ند کې شهيد نه شوی

خدايږو لا ليه بې ننګې ته دی سا تينه

د ملا لې د خولې دا لنډۍ د پښتنو د بر يا ليتوب او د ښکيلاک د ما تې سبب شوه يعنې دی لنډۍ په

ه رو حيه کې غليم مات پښتنو ز لميانو کې هغه جذ بات او احساسات راو پاروی چې د س خندنې پ

کړ او خپلی سينی يې د انګر يزی ښيکلاک توپونو ته سپر کړی او په غليم يې هجوم وروړ تر څو يې

غليم پر شا و تا مبا وو .

او بر يې خپل کړ . زما په قبر لاړی تو کړه که يې د ننګ ګو لې په شا خوړلی وينه همدا ډول لنډۍ ته

تسميی وجهه لری خغخ دا چې د لنډۍ تا ثير د سړی په زړه ټپ جوړه ټپه هم وايې ،او دا هم يو ه د

وې . يعنې که توری او ټو پکی ښکاره ټوپونه جوړه وې ،نو لنډۍ بيا پټ زخمونه د انسان په اوجود

کې جوړولی شي چې يواځی احساس يې کيږی ،خو ليدل کيږی نه لکه دا لا ندې لنډۍ :

باور مې نه شی که به روغ شم

مو نه مې په زړه دی مړ به شمهبلا زخ

٭٭٭

د روغيدو تمه مې نه شته

جانان په غشو د بڼو ويشتلی يمه

با ڼه دی ورو جګ کړه شير ينې

ما ته دی سم د زړه په س ټو مبلی د ينه

د لنډۍ بله ځا نګړنه داده چې شاعر يې معلو مه نه وې د هر چا يعنې د هر پښتا نه او پښتنې د خيال

Page 5: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

4 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

دي . بله داچې وخت او ځايې هم معلوم نه وې ، چې د چا له خوا ،څه وخت ،او په کوم او زړه خبری

ځای کې ويل شوی دي ،او نه يې چا ته د تعداد پته لګيږی . د لنډيو کتابونه چاپ شوی ، خو د تعداد

په اړه يې څوک څه نه شی ويلی او نه يې کوم ليکوال ته څوک منسو بولی شی ،او نه څوک په ويلو

کې انتيظار با سی . حتی کله کله يې خلک يو د بل په وړاندې د مسا بقې په ډول هم وايې په تيره

پښتنې پيغلي او زلميان لکه دا ټپه :

د ټپی وار راسه کيږده

ما ته بي واره ټپه خوند نه را کوينه

****

ما سه سمه سيا لی مه کړه

ما د لنډ يو سپاري لو ستلی د ينه

نکي زياتره وخت تور سي وي . او د لنډیو ډيره بر خه د ښځو له خوا ويل کيږي ،او يل د لنډيو وو يو

شوي دي . د لنډيو د منځ ته را تګ په باب کو مه خا صه نيټه نه شته او اټکل کيږی چې د زرو کا لو

څخه هم بخوا قدامت لری وڅيړونکي په دی عقيده دی چې ښا يې لو مړنې په لاس راغلی لنډۍ او

په بل عبارت يوه زړه لنډۍ دا وې : يا

سپوږمې س وهه را خيژه

(۳)يار مې د ګلو لو کې ګو تي ر يبينه

لنډۍ چې د پښتو اولسی ادب او رلکلور اساس تشکلوی . د ژوند په هره بر خه کې د خپل مو ثر يت

ی په حا لتو نو مظاره کړی وپښتا نه ځوانان او پيغلې يې د مينې ، هجران ، و صل ،غم ، او خو شحال

کې وايې ، مشران يې په خپلو خبرو کې د ځينو مسا يلو د تا يد لپاره وايې : ،حتی کله کله تری د

Page 6: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

5 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

متل په حيث د خپلو خبرو د قوت لپاره کار احستل کيږی ،نو ويلای شو چې په لنډيو کې د انسان

روانه ژبه چې د اولس ژبه ورته ژوند هر اړخ او هره پيښه انځور شوی ده چې دا انځور يدنه په ساده او

ويل شوي ده نو ځکه ورته اولسی ادب وايې . دلته د ټو لنيز ژوند د څو اړخونو او پيښو یا دونه کوم

،چې په پښتو لنډ يو کې په څو مره ساده ،روان او ظر يف انداز را نغاړل شوی او يو اوږده کسه يې په

بر خه او دهغه څو حا لته راواخلو ښه به وې .لنډو الفا ظو کې بیان کړی .که لو مړۍ د عشق

زه به عاشق سړی پو هيږم

يا يې رنګ زيړ وی يا يې شو نډي وچي وينه

په دی که خو شک نه شته ،چې په عاشقی او مينه کې جذ ببی ،غم ، خو شحالی ، مينت ، پيغور او

ر تعر يف کړی ،هر حالت يې تهمتو نه وي ،چې دا يو حالت هم د لنډيو نه دی او هر يو يې په خبل وا

ژبه ور کړی او غږو کې يې دي او په هغه ژبه کې غږولی په کو مه چې ټول پښتون قوم پو هيږی لکه

د جدايې به وخت يې عا شق خپلی معشو قي ته د اسی وایې :

جانانه دومره را سه واي

لکه بر يښنا چې د با رانه سه وينه

د لنډۍپیژندنه

وند په ځینو کتابونو ، لیکونو او خپرونو کې داسې راغلي دي :( لنډې په اولسي د لنډۍ پیژنې په اړ

ادبیاتو کز هغه ادبیات دي چې د اولس بې نومه او بې نښانه شاعر پکې پدې بریالی شوی چې د بشر

استاد( (۳) د ژوند تر ټولو عالي شیبې په دوو نا متوازنو بیتونو کې په ایجاز بیان او تصویر کړی دی .

: لنډۍ یو هغه دوه مسره ایز نظم دی چې لومړۍ او دوهمه مسره یې نه په (حبیب الله رریع لیکی

لنډۍ هغه موزون ، غیر متعارف ، مستزاد ، قاریه کې سه یو شی او نه په وزن کې سه رابري وي .

Page 7: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

6 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

لس څپې او دویمه برخه یې دیار (۹)حکمي مقفی ، غیر مصرع بیت دی چې لومړۍ برخه یې نهه

د پښتنو په مختلفو سیمو کې لنډۍ په مختلفو نومونو پاندې نومول شوي دي البته څپې وې((۳۱))

چې په هر محیط کې به یې د بیلې بیلې وجهې سبب شوی وي ، او هر یو نوم ایښودونکي به د یو

خاص صفت او مقصد په لحاظ نوم پری ایښی وي . نو لدې کبله د لنډۍ په نومونو کې اختلاف

لومیږي . څو نومونه چې په بیلو بیلو محیطونو کې وربا ند ایښودل شوي دي په لاندې ډول دي : مع

لنډۍ د کندهار او پکتیا پښتانه یې لنډۍ بولي چې دا اصطلاع د کثرت په توګه په دوي کې موجوده

ده او هم د هري سیمې باسواده خلک یې پیژني .

بل تعريف

ۍ د لنډه بڼه ده ، د لنډۍ لومړنۍ برخه لنډه او دویمه برخه یې لنډه د مفرد مؤنث کلمه ده ، لنډ

اوږده ده ، له دې کبله ورته لنډۍ وایي. یا دا چې په دی ډول نظم کې یو ډول تاثیرات پراته دی ، چې

په اوریدونکی په محضی اوریدو سه یو داسي ډول اغیزه کوي چې په خوله یې تعریف نه کیږی او

حض اوریدو سه په ژړ ا کیږی او په زړه کې یې یو هیجان او سوز پیدا شي ، نو اکثر پښتانه یې په م

ځکه یې د هغې لنډۍ نوم چې د مار په معنی ده په دې نظم باندې ایښی ده. راورټي : (( د پښتو

مشهور ادیب چې په قام انګریز ؤ)) د پښتو ژبې او دب ته یې ډیر خدمت کړی دی ، د دې پورته قول

د پښتو ژبې یو ډول اشعار دي ، چې د ولاړې ))ړی دی او لنډۍ په باب کې لیکی : یې تايید ک

موسیقي په ذریعه ویلی کیږي ، د زیات جوش او حرارت نه ډک دی ، او ماته د دې په ذریعه خپل

((۳وطني او ملي سودونه را په یادیږي ، چې .. .

د لنډیو ادبي او معنوي ویش

ب کې یو ځانله رورم دی چې د شکل له پلوه ډیري زړي دي ، د لنډۍ د پښتو په رولکلوري اد

موضوع په لحاظ هم دومره متنوعي دی چې د پښتني ژوند ټولي خواوي پکې په واقعي او طبیعي بڼه

Page 8: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

7 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

انځور شوي دي او سړۍ د پښتنو د اجتماعي ژوند دومره باریک موضوعات پکې پیدا کولاي شي

(۳)کیف نه دي بیان شوي . چې په نور سندرو کې بیا په دي کم و

د لنډیو معنوی او حماسي انځور

فخر او حماسه

په خپل دی ، قوم ، ژبه ، نیکونو میړاني ، ز ړورتیا او نورو اوچتو صفتونو ویاړ کولو ته رخر ویاړنه

حماسي هغه شعرونو ته ویل کیږی چې موضوع یې ، جنګ ،مړانه ، ښندنه ز ړورتیا ، ننګ وایی .

، توره او ویاړنه وي . لکه لاندې لنډیو :غیرت

علم دریاب کوشش کشتی دي

په کشتی کینه په دریاب و ګرځه میینه

****

چیرته چې علم حاصلیږي

هلته به خاوری کړمه غوښي خپل هډونه

****

مورې لنډۍ توره مې راکړه

پر دی غزا ده زه خپل ځان شهیدومه

****

Page 9: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

8 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

که له میونده روغ راستون شوي

)۳یږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتیــــــنه (خدا

ګودر او لنډۍ

ګودر د پښتنو د کلتور د کتاب هغه رنګينه پاڼه ده، چې له نوم څخه يې د سړي زړه ته ديدنونه، مينه

او ښکلا خپل ځان ورښکاره کوي، او د ښايستونو د يوې ټولګې په شان ورته ځان ښکاره کوي. څرنګه

ميږي چې ګودردپښتوژبې سوچه کلمه ده اودپښتنوټولوسيموکې دګودرکلمه چې دنــــــوم څخه معلو

عامه ده . کله چې موږ دګودرکلمه په خوله اخلو نوحتما زموږذه ته دپېغلې ، منګي او ماذديګري

کلمې راځي .داهغه کلمــــــــــې دي چې دپېغلو،ځوانانو،شاعرانو، سندرغاړوله خواپه داسې

ستايــــــــــــل شوي چې انسان داوريدولو توان په ځان کې نه ويني چې په الفاظواو کلمــــــوکې

اوريدلويې دځوانی جزبه او د مينې ولوله راپاروي . دپښتنو په سيمه کې دګودرغاړه په مازديګري کې

د پېغلو په تودواکاړو ګرمه وي ځکه چې دا داسې ځای دی چې خپلې همزولې په کې جمع کيږي .

ې ښکلې او مستې پيغلې د اوبو راوړلو په بهانه خپلو همزولو سه د زړه خواله کوي، ګودر چېرې چ

خوښي کوي، د خپلو مينو ديدنونه کوي. ګودر د ويالې او چينې سه هغه ځای ته ويل کيږي، چې په

هغه ځای کې د منګي خوله په اسانۍ سه د اوبو په واسطه ډکيږي. او د هغه سه نږدې کورونه د

رځنيو ابو د پوره کولو کار اخيستل کيږي، چې ګودر ته معمـــــولاً انجونې ځي او ډېرې په خپلو و

خوښۍ د ګودر څخه د اوبو راوړلو ته خوښيږي. څرنګه چې زموږ په وط او په ځانګړې ډول د پښتنو

ر دپه سيمو کې د ښځو په تګ راتګ، مېلو او مستيو ته اجازه نه شته دی او نه هم په کې بې له ګو

څخه کوم بل ځای شته دی، نو پښتنې انجونې ګودر ځانته په دنيايي جنت کې شمېرې، ځکه چې

هلته د خپلو همزولو انجونو سه د زړه د نړۍ رازونه شريکوي او د خپلو يارانو سه د ديدن څخه خوند

ه تړي. روناخلي، څوک په کې نوی د يارانې تار غځوي او څوک په کې خپلو زړو يارانو ته ټينګښت تا

Page 10: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

9 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

دلته يوه پښتنه انجلۍ د خپل يار د ديدن لپاره په ځان تکليف مني او کوز ګودر ته اوبو پسې ځي،

چې هغه د پښتنو په قول په يوه تېر دوه ښکاره کوي، چې وايي:

اوبه د هر ګودر خوږې دي

جانانه ستا دپاره کوز ګودر ته ځمه

ه د پښتنې انجلۍ د مينې سپېڅلتوب هم ځان ښکاره دلته د ګودر په بهانه د يار د ديدن کولو سبېر

کوي، چې د خپلې مينې لپاره په ځان تکليف ګالي او د يار ديدن کوي. په ګودر کې نه يوازې د انجونو

خنداګانې او د بنګړو شرنګهار شتون لري، بلکې هلته د ګودر څخه يوه څه لرې په هغه سيمه کې

ان هم ليدل کيږي، چې ډېرو انجونو په منځ کې د يوې انجلۍ چې ګودر ورته ښه مالوميږي، ډېر زلمي

د سالو خبره داسې په لنډۍ کې رانغاړي:

پر ګودر سور سالو ښکاره شو

ما وې دې تورو اوبو اور واخيست مينه

دلته د سالو يا ټکري سور والی او هغه هم د يوې داسې انجلۍ په س چې په مستۍ ورځينې هخوا

پرې د خپل مين زړه زخمي کوي. او يا هم کومو زلميانو، چې د ګودر د غاړې د دېخوا س اخلي او دا

مستو انجونو کتار او ټولګه ليدلې وي، هغه بيا ځان د ګودر د غاړې په شان غواړي، چې د انجونو د

ستاج شي او يا هم انجونې يې په خپل لاس راوشکوي او د زړه په س يې کيږدي. لکه چې وايي:

د ګودر ګل کړېخاونده ما

چې جينکۍ مې شوکوي س کې مې ږدينه

Page 11: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

10 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

دلته د هغه ګل يادونه شوې، کوم چې د ګودر په غاړه وي او انجونې هغه راشکوي او په خپلو وېښتانو

کې يې د مستۍ د نښې او د وېښتانو د ښايست لپاره ټوکوي، چې د خپل مين زړه پرې ټکور کړي. يا

نجونو او يا هم د جوړه انجونو له تګ څخه سټکوي او د خپلې مينې هم ځينې ميينان ګودر ته د ټولو ا

سه د بلې انجلۍ راتګ ورته ټکه ښکاري، لکه چې وايي:

په ګودر څه ټکه لوېدلې

چې کشره خور يې بدرګه ورسه ځينه

د پښتنو د کلتور د کتاب د پاڼو څخه دا جوتيږي، چې پښتانه انجونې يوازې حتا ګودر د اوبو پسې هم

نه لېږي، يا يې کشره خور او يا هم کشر ورور ورسه ليږي، خو دلته دا کشره خور دې خوار عاشق ته

د ټکې په څېر راغلې، چې دی يې د خپلې مينې سه د همرازۍ څخه بې برخې کړی دی. که څه هم

ه رد او د مور څخه خوږه او نيږدې څه نشته خو کله چې يوه نجلې په کورکې د موراو پلار له خوا ورت

بد وويل شي هغه خپل ډک زړه ګودرته وړي اودګودرپه غاړه دخپل زړه بړاس اوباسي . کله چې

دګودرغاړه په شنواوسورنګونوپټه وي نوځوانان يې بياپه شعرونواولنډويو کې انځوروي :

پرګودرسورسالوښکاره شو

ماوې دې تورواوبو اورواخيست مينه

و شنه ټيکري راغونډشي چې ددوي دټيکريودرنګونوتيزوالی کله چې په ګودردنجونوسه ، سپين ا

دومره تيز وي چې داوبورنګ هم ځان سه اړوي .چې دلته دلنډۍ ويونکي هم دې ټکي ته اشاره کوي

او وايې چې کله سور سالو په ګودر راښکاره شي دغه سور رنګ دومره تيزوي لکه داور تاو چې سړی

بياهم هغه تاثيرات چې په سور سالو کې وي اوبه او اور ورته سيزي که څه هم اوبه داور ضد وي خو

هيڅ دي .

Page 12: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

11 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

يار مې ټو پک زه يې مر مي يمه

په تورو غروکې يې ويشتم ورکه يې کړمه

****

ورشه د يار خبر دی واخله

چې بی د يدنه دی سا ته لیو نی شونه

****

ما ز ديګر چير ته وی چې نه وې

مهخوری وری زلفی په بام ولاړه و

په لنډيو کې انځورونه او تشبېهات

په بښتو لنډيو کې انځوړ یز کليمات ،تشبيهات او هم وزنه لغتونه په ډیر هنری وروان ، ساده دول

راوړل شوی دی . د لنډۍ مو جود رورم ورته يو خاص خوند او ښکلا ور بښلی ده لکه دا لنډۍ :

زلفی دی بی شماله ښوري

ځو ينه لکه استاد شاګرد ته لښته خو

دلته د زلفو لړ داستاد د لښتی سه تشبیه شوی دي که څه هم د زلفو نرمي او ظرارت بايد د يوي لښتی

سه تشبيی نه شی ، خو د لښتی تاندوالی او د ګوزر کيفت چې د لښتی درد په ښکاره ډول او د زلفو

او ته يې ځیر شو . که د درد پټ احساس ددی تشبيه مانا ته ډير قوت ور بښی او که يو بل ماناوې تړ

استاد د لښتی خو ځول شاګرد دی ته اړ با سی چې د يو مضمون لو ست ښه زده کړی . خو دا هم بی

ځايه نه ده ،چې د يار زلفي هم سړی ته د مينې درس ورکوی . هغه د خوشحال بابا خبره چې وايې :

Page 13: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

12 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

بدرګه که محبت راسه نه وايې

ل څوکيک تنها به به خو نخوارو لارو تل

که په لنډيو هر څومره وغږيږو ،نو د بس ټکۍ به پيدا نه کړو ،ځکه لنډۍ زمو نږ د اولس هغه قيمتی

او ارز ښتنا که پا نګه ده خلا صيدل يې نا شونې ده او د يادولو وړ خبره خو دا ده ، چې دغه پا نګه

دی او کمال يې په دی خداي (ج) يواځی په پښتو پيرزو کړ يده . نوری زبي له دی نعمته بې بر خی

کې دی چې دا داولس خبري دی واو داولس د زړه خبری دی او داولس دزړه نه راوتلی دي ،ځکه نو

داسی څوک به نه وې چې لنډۍ يې زده نه وې یايې نه پيژنې ،ځکه په لنډيو کې زياتره د ټو لنې

ی ،حتی کلتوري مسايل په ډيره ساده حالات ، ټو لنيز ژوند ، او د چا پيريال په اړه مفا هيم رانغاړل کيږ

ژبه انځور شوی دي لکه دا لا ندې لنډۍ :

که مور او پلار دی خداي رضا کړل

د ماما ګانو به دي زنې ونيسمه

زمو نږ په پښتنه ټولنه کې دا دود دی چې د جنې په غو ښتنه کې لومړۍ حق د پلار او مور دی . او

، خو کله کله يا په اکثره ځا یونو کې ماماګان هم ددي صلا دهغوی د رضا حاصلول يوه حتمې خبره ده

حيت لری چې نجلۍ دواده او يا په عامه اصطلاح دبر خليک په ټا کلو کې رول ولری . چې په پورته

لنډۍ کټ مټ مفهوم په لنډو الفا ظو کې رانغاړل شوی دی او يا دا لنډۍ :

په ما دی ټول کلۍ خبر کړ

ی زړه دی چو ينهپه تا دې يو دادا خبر د

Page 14: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

13 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

دلته هم د کليمو د رواجونو او دودونو مسله ده . چې په پښتنو کې يا دونې پټې وي .او که دغه راز

په ډاګه شی ، نو بد عواقب به ولری . خو د مينې جذبات بيا کله کله انسان ته دومره جر عت ورکړی

بوروی . لکه دا لنډۍ :. چې انسان د خپلی ټولنې او ټو لنیز قانون نه س غړاويې ته مج

په توراور بل مې جنګ جوړ يږی

زما بې غوره ياره ځه چې تر ينه ځونه

چې البته داحالت د ينې استعراق يا جنون مرحله ده چې سړی خپل استو ګنځی پر يږدی . او د ناخوالو

ده . ځکه له لاسه د ټو لنې نه تجد يديږی . خو په هر صورت ملامتيا ددي مۍلو مو انسانانو هم نه

هغه دچا خبره ده . (دمينې نازولی حالت ته جنون وايې ) نو چې د سړی مينه دیره نازولی شی ، نو

هغه به ولی نه جنون کيږی . دوی چې جنون شی ، نو د دونيا ټول خواږه او د معشيت ژوند شاکړی او

ی . هغه د اختر و صيب بلاخره د جنون په سمندر لاهو شی .او خپل هر څه د خپلی ميني نه قربان کړ

خبره چې

سو مال به درته دوه په ميدان کيږدم

کومه ورځ چې ستا د مينې جواری شوه

نو دغسی پښتانه مينان هم ځان یو له بله قربانوی . او دا خو ښکاره ده چې بښتانه په قربانې او ځان

تيرونه کې نوم لری لکه دا لاند ې لنډۍ :

د غرغری ميدان ته راشه

ې ستا په تهمت دار ته خيژوينهسبا م

Page 15: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

14 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

خو معشو قه بيا د خپل غاشق پدی حال رخر کوی . او وياړی ،چې دا قر بانې يواځی او يواځی ددي

مينې ته ورکوی . او خپل سپيڅلی روح د يوی سپيڅلی مينې قر بانوی . او وايې :

خاونده ټوله مې تری زار کړی

زما په س يې غرغري منلی دينه

ومره وايم چې لنډيو ته زه دومره عقيده لرم چې که په پښتو کې هيڅ شعر نه وايې او يواځی په بای کې د

همدا لنډي وی ،نو د پښتو ادب لپاره به کا ری وايې . او په اخر کې دادی کوم چې پښتا نه دی ژوندې

زو وکړیوې او پښتون دی اباد وې . او خدای (ج) به پری د ابدی عمر پير

پله يارهعمر دی ډير شه خ

زما د زړه ستنی په تا ولاړی د ينه

د ګودر اومنګي انځور په لنډيو کې

اوبه دهر ګودر خو ږی دي

جانانه ستا لپاره کوز ګودر ته ځمه

****

اوښکي مې سيند غوندې بهيږی

بیا به د سيند د غاړی نهکوم سيلونه

****

بيلتونه چيرته چې ځی لاړ شه

هګودر ته مه ځه چې بې پاتی شين

****

پرګودر سور سالو ښکاره شو

Page 16: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

15 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

ماوې دی تورو اوبو اورواخيسته مينه

****

پلاريې دبر کلی ملک دی

لور يې د کوز کلی منګی راډکو ينه

****

په ګودر څه ټکه لو يدلی

چې کشره خور يې بدرګه ورسه ځينه

****

خا ونده دا ګناه مې معاف کړی

بيا به دخوړ په عاړه نه کرم ګلونه

****

خاونده ما دګودر ګل کړی

چې جنکي مې شوکوی سکې مې ږد ينه

****

خوله به د خدای په رضا درکړم

منګۍ مې ولی ښوروی لنده دې کړمه

****

د زلفو تار مې اوبو دروړو

په غم شر يکه مينه نيسه ګودرونه

****

د کشمالو منجيله وکړه

Page 17: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

16 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

چې خو شبوی دی د منګۍ د بيخه ځينه

****

رته نيسهدګودر غاړه و

د نجلۍ خوی د مرغاوې دی رابه شينه

****

دګودر هر بو ټی دارو دی

چې پری لګيږی د نجو نکو پلونه

****

د منکو ټو کتار يې جوړ کړو

لنډۍ بازار يې په ګودر ولګاونه

****

که دی زما ديدن ياد يږی

د ګودر غاړه اجاره واخله مينه

****

که د يدن کړی ګودر ته راشه

ګۍ په لپو ورو،ورو ډکومهزه به من

****

ګل مې د لاسه اوبو دروړ ه

په غم شر يکه لا ليه نيسه ګودرونه

****

ګودر ته ځم راپسی راشه

Page 18: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

17 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

زه به منګی په لپو ورو،ورو ډکومه

****

ګودر په س مې قبر جوړ کړه

چې مات منګی جنکۍ زما په قبر ږد ينه

****

ما دګودر په غاړه ښخ کړی

بنګړی په قبر ږد ينهچې جنکۍ مې مات

****

منګي يې ټول په ډنډ غو په کړل

د شيطا نۍ منګی په لپو ډکو ينه

****

يو ګوټ اوبه منګی نه راکړه

د وصال تږی يم اوبه بهانه کومه

مات کودړی

دګودر په غاړه پروت و مات کودړی

و يلی زه وم روغ منګی کلال جوړ کړی

****

کړمد لته لو بو کې زه مات يوه ځلمی

يوی پيغلی په اوږو ومه راوړی

****

د جهان هره زره کې عشق عيان دی

Page 19: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

18 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

مات کودړی سه هم د عشق داستان دی

****

ډير مين په دی ګودر دې يو ځای شوی

(۳)ډير منګي دلته مات شوی لند بیان دی

په لنډ يو کې دګودر انعکاس

اوبه د کوز ګودر خوږی دی

ينهلیلا د يار لپاره بر ګودر ته ځ

****

اوبه دکوز ګودر خوږی دی

زه د مين د پاره بر ګودر ته ځمه

****

او به د کوز ګودر خوږی دی

د ليو نی د خو بی کنګل پکی راځينه

****

بدن درياب زړه مې ګودر دی

د غم ويلی پکې رګونه تللی دينه

****

بیا به منګی ته ګو تی نه کړم

مور د ګودر د تلو نه ما منعه کوينه

****

Page 20: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

19 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

پاس په ګودر د پيغلو جنک شو

د سور سالو مير منی ما تی ګډوينه

****

پاس په ګودر ولاړی ګله

نصیب د چا يې او به زه در خيژومه

****

پاس په هوا راشه جانانه

د ګودر لاري راڼيزو نیولی دينه

****

پټ د ګودر په غاړه کينه

چې ياره پټ په پټ وکړو ديدنونه

****

نه اوړیپرګودر سپينه سي

په لاره تير يدم ودی ويشتمه

****

پر ګودر ګڼي ونی کیږده

چې شا ليلا منګی په سوری ډکو ينه

****

پر ګودر نښه راته کيږده

د ما زد يګر اوبو له ځمه وا به يې خلمه

****

Page 21: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

20 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

پر ګودر څه بلا لګيږی

چې کشر ورو يې بدرګه ورسه ځينه

****

په ګودر سور سالو ښکاره شو

و دی وچاوې اور ولګيدهچاوې سال

****

په لوی ګودر دی څڼی پری ولی

په نری بادی يې وچوی مين دی کړمه

****

پیغله ګودر ته روانيږی

زړه يې منجله کړو پری منګی راوړی مينه

****

تاسی دی بر ګودر ته ګوری

د بيغلو جنګدی منګو ټی ګذاره وينه

****

ته د ګودر غاړی ته راشه

اټی راوړی دينهما په منګی کې پر

****

ته ماز ديګر ګودر ته راشه

په ګودر کيږی په اسانه ديدنونه

****

Page 22: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

21 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

ته ماز ديګر ګودر ته راشه

زه به منګی په لپو ورو ورو ډکو مه

****

جانانه ستا د زړه لپاره

زه په غرمه د ګودر غاړی له درځمه

****

خاونده بيادی مازد يګر کړ

پهګودر جوړشو دمنګيو کتارونه

****

خلکه ګودرګوري ګډيږی

زه بې ګودره ګډيدمه لا هو شومه

****

داده ګودر غاړه راواخله

لکه زخمی هيلۍ په ډبکې ناسته يمه

****

د اسی منګولې نری غاړه

ګودر ته لاړه دچا ژوند خرابوينه

****

دا سې منګولۍ نری غاړه

ګودر ته لاړه برګ منګی ترخکې وړينه

****

Page 23: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

22 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

ی غاړهداسي منګولی نر

لکه کو تره په مکيز ګودر ته ځينه

****

د جلا لا ګودره وران شی

په جنکودی سا لنډی ولګاو نه

****

ددی ګودر غاړی ته ګوره

نری لګی دی پيغلی زړونه وديتوينه

****

دګودر خواکې وني کيږده

چې شا ليلا منګۍ په سیوری ډکو ينه

****

دګودر زر اجازت راکړه

کی ولاړی دينهما ته کو څه کې جن

****

دګودر غاړه به ښا يسته کړی

ورله روان شول د بلبلو کاروانونه

****

دګودر غاړه پری ښايسته ده

څا نګه دی خدای شامدام روغه لر ينه

****

Page 24: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

23 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

دګودر غاړه ورته نيسه

دجنلۍ خوی دمر غاوی دی رابه شينه

****

دګودر غاړه ورته نيسه

هليلا دجنو ميره ده مخکې دربه شين

****

دګودر غاړه ورته نيسم

زما جانان پردی لار تللی رابه شينه

****

دګودر غاړهيې ناغه کړه

زلمو په غاړهکړه دصبر تاويزونه

****

دګودر غاړه دي اغزي کړه

په سترګو ړوند شی بخملی پڼي لرمه

****

دګودر هر بو ټی داروده

چې لګيدلی پری د پيغلو پلونه

****

ودیدګودر هر بوټی دار

جونی پری هره ورځلاسونه لګو ينه

****

Page 25: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

24 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

دګودر هر بوټی تازه ږې

هرمزد يګر پری جو نې سترګي لګو ينه

****

دګودر هر مازد يګری ښه وې

چې جونې ټولی ماز د يګر سيل له راځينه

****

دمازد يګر اوبوله مه ځه

په ګودر زانګی دکوډګرو تاويزونه

****

د مازد يګر ګودر ته راشه

منګی کې پراټي راوړی د ينه ما په

****

د مازد يګر ګودر له مه ځه

پيغلی ابو پر ځای و يني دکو ينه

****

د مازد يګر ګودر له راشه

زه به منګی په لپو ورو،ورو ډکومه

****

د ماز د يګر ګودره وران شی

په خندا درشم په ژړا درنه راځمه

****

Page 26: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

25 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

د يدن دی سی کړه را لا هو کړه

دګودر ولاړه يمه زه په غاړه

****

زلفی يې بیيا پر مخ خوری کړی

د ماز د يګر ګودر له څی ځان سنګارو ينه

****

سترګي دي ډکي تو مانچي دي

چې د ګودره را ختم ودی ويشتمه

****

سترګی هوسۍ صراحی غاړه

بيا دګودر په لاره مسته ياره له ځمه

****

شاه دګودره روانيږه

برجونه زما نړ يږی د زړګی پا خه

****

شاه دګودره روانيږه

لکه د بڼ مر غۍ وړه شنه يې خالونه

****

شاه دګودر له لوری راغله

لکه پا چا ورته پيري ولاړی دينه

****

Page 27: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

26 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

شال يې په س اوږی په غاړه

ګودر ته لاړه عاشقان ر نځورو ينه

****

شو مازد يګر ځان يې سنبال کړو

خپلو همزلو سه کوز ګودر له ځينه

****

شو ماز د يګر ګودر له لاړه

لکه هو سۍ په لاره اخلی قد مو نه

****

شو ماز د يګر ګودر له لاړه

په اردلۍ کې سيهلۍ ورسه ځينه

****

که ته ر يښتيا پر ما مين يې

د ګودر غاړه اجاره واخله مينه

****

ګودر ته ځم را پسی را شه

يوه شيبه به دی په شه زړه وو ينمه

****

ځم را پسی راشهګور له

منګي مې دوه دي نری ملا مې ما تو ينه

****

Page 28: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

27 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

ګودر له ځمه را پسی را شه

ما په منګې کې پراټي را وړی د ينه

****

ګودر ته دواړه خو يندي راغلی

يوه يې ويشتل کا بله يې غشي ټو لو ينه

****

ګودرته ځم راپسی راشه

زه به منګی په لپو ورو،ورو ډکومه

****

م راپسی راشهګودر ته ځ

وخت مازد يګردی چې پری وکړو د يدنونه

****

ګودر له غبرګې خو يندی راغلی

ګو له ماری د خمارو ستر ګو کو ينه

****

ګودر له ځمه خو شحا ليږم

چې مې جانان کر لې لاره کې سه ګلونه

****

ګودر ته ځی په مخه راغلې

ګيبی ګيبی پرتو ګ دی لاره نه راکو ينه

****

Page 29: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

28 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

کې سی لمبی شوی پورتهګودر

د چا د زړه په دنيا اور ولګيد نه

****

ګودر شو ګرم مازد يګر دی

ليلا همزولو سه قينج مکيز کو ينه

****

ګودر له ځم چې اوبه راوړم

په سو منګلو به يې جانان له ورکومه

****

ګودر له ځم چې مانګی مات کړم

سپو ږمۍ زړه شوه اوس تیاره کې ياره ځمه

****

ګودرته څی ناوخته کيږی

د خيال کاته کوی په اور يې ستی کړ مه

****

ګودر له ځی او پښو ته ګوري

پاچاهی لارکې د خيال مه ږده قد مونه

****

ګودر په س مې قبر جوړ کړی

چې مات منګی پيغلی زما په قبر وينه

****

Page 30: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

29 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

ګودرکې هره ورځ اختر وې

منګي په س ورله راځی جو نی سيلونه

****

ګودر د غدونو څه کم نه دی

پکې پښيږی شنی پاخی کټه بازونه

****

ګودر دی عمر له اباد وې

مازد يګري پکې وی اخترونه

****

ګودربادشا منګی وزير دی

وزیر هميشه د خپل يار سلام کو ينه

****

ګودره ټول درته لو ګی شم

په سور سالو کې ليلا ستا خواله را ځينه

****

اختر وې ګودرکې هره ورځ

رنګ رنګ پکې وی د خو بانو محلسونه

****

ګودرته راغلی برابره

يا خو لګۍ راکړه يا منګی در ماتو مه

****

Page 31: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

30 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

ګودر دی عمر له ودان وې

په دی بهانه د حانان وکړم د يدنونه

****

ګودره بخت دی غلبه دی

د پيغلو جنو سيل کوی حيران دی کړمه

****

ما په ګودر د جنو ښخ کړی

ندې ملا له پر ما کيږدی قد مو نهګو

****

ما زد يګر تل لری خاونده

چې ماز د يګر په ګودر وشی د يدنونه

****

مازديګر پيغلی ښی اغلی

منګي په ولو دګودر غاړی له ځينه

****

ما سه سم ګودر له لاړ شه

منګي مې دوه دی نری ملا مې ما تو ينه

****

منګی به تخرګ ګودر له ځمه

ځای دی چې بری کيږی د يدنونهدغه يو

****

Page 32: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

31 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

منګي کې موری اوبه نه شتهخ

زه د اوبو لپاره کوز ګودر له ځمه

****

ولی به زه ور پسی نه مر م

اوږی په غاړه ما زد يګر ګودر له ځينه

****

وخت د ځوانې مې نيمه خوا شو

يار بې ورا شو ارمانې به ګودر له ځمه

****

هغه ساعت به کله راشی

اشنا سه به بر ګودر له ځمهچې د

****

هر مازد يګردی لوی اختر دی

ګودره ! ځکه دی صفت هر ځای کو مه

****

جنۍ د پلاره دی وير يږم

ګودر ته راشه کور ته نه درسه ځمه

****

چې ماز د يګر شی زړه مې ښه شی

په ګودر حوړ شی د منګيو کتارونه

****

Page 33: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

32 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

چې مازد يګر شی عاشقان ژاړی

ياله منګی وړی په ګودرونهچټه له خ

****

چې يوړم يوړم اوبو يوړم

چې بې ګودره ګډ يدم اوبو به وړمه

د لنډيو په هکله د ليکوالو نظرونه

په پښتو کې لنډۍ څه ته وايي

استاد حبيب الله رريع

مو زرو کلونو ته رسيږيد پښتو لنډيو ژوند څلورني

هارون حکيمي

لنډۍ، مصرۍ ، ټپۍ

په لنډيو کې خندونکې توکي

محمود نظري

لنډۍ د ګلونو په سمندر کې

محمد حامد حليمي

د پښتو لنډيو په اړه يو څو خبرې

ولايت خان ځدراڼ

Page 34: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

33 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

په پښتو کې لنډۍ څه ته وايي؟

يو سه د استاد حبيب الله رريع دمرکې متند آلمان ږغ راډ

د لنډيۍ چينې د پښتو په غرونو او رغونو، كليو او بانډو، باغونو او بڼونو ټولو كې راوخوټكېدې او د

دوى د ژوند ټول اړخونه يې په خپلو خوږو لفظونو كې انځور كړل.

په لويو غرو د خداى نظر وي

هپه سر يې واورې په لمن يې زېړ ګلون

سندرو او افسانو زموږ د لرغوني هيواد د ادبي او كلتوري ژوند خښته كېښوده او د ليك تر پيدايښت

وړاندې يې زموږ د فكري يون كرښي وټاكلې او پښتو اولسي سندرو هم د همدې ويدي او اوستايي

سندرو تر څنګ سترګې پرانيستې.

مه يو داسې ګلبوټى هم رازرغون شو چې هره پاڼه د پښتو اولسي ادب په ښيرازه ګلبڼ كې د لنډۍ په نا

يې بېل رنګ او د هرې څانګې خوځښت يې بېل آهنګ درلود.

لنډۍ په ټوله پښتونخوا كې خورې او هرې پښتنې او پښتون ته ورسېدې، هر چا چې وويلې د ټولو

مال شوې او د ټولو د حال او چاپېريال څرګندويي او ښكارندويي يې وكړه.

Page 35: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

34 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

د پښتني ټولنې ټول رازونه په خپله غېږه كې خوندي كړل او د پښتو د ژوند ښې او بدې، لنډۍ

خوږې او ترخې ټولې پېښې او خاطرې يې په خپله لمن كې راونغښتلې، لنډيو هم د پښتنو د ودونو او

ښاديو دوراګانو ملتيا وكړه او هم يې د دوى د جنازو او تابوتونو ويرونه وكړل.

د پښتو په غرونو او رغونو، كليو او بانډو، باغونو او بڼونو ټولو كې راوخوټكېدې او د د لنډيۍ چينې

دوى د ژوند ټول اړخونه يې په خپلو خوږو لفظونو كې انځور كړل.

لنډۍ سيلابي او څپه ييز جوړښت لري او لكه له نامه څخه يې چې ښكاري يو لنډ بيت دى چې دوه

سېلابونو په غېږه كې د ۲۲سېلابي او بله اوږده ديارلس سيلابي، ددې ) ۹مسرۍ په كې دي، يوه لنډه (

لوى نه لوى مطلب په ډېر اعجاز او ايجاز خوندي كېږي او ادبي كېږي.

د ژوند هره موضوع د لنډۍ موضوع ده او د پښتني ژوند هره برخه د لنډۍ دګلونو خوشبويه عطر

اړه د لنډۍ په پستو اننګو كې ښكاري او دا كمال جوړولاى شي. د مينې نغمې او د حالاتو تغمې دو

په كې شته چې په بشپړفصاحت او بلاغت يې ادا كړي.

د نمونې په توګه پښتونولي يو قانون دى، په دې قانون كې كه دښمن هم د چا په كور كې پناه واخلي،

مضمون دى، د همدې اصل له مخې مين بېلتون ته هركلى كوي او ډاډ وركوي:

تونه راشه ستړى مه شېبېل

زړه مې پښتون دى مېلمه نه خپه كوينه

ګودر د پښتني ټولنې يوه ټولنيزه مؤسسه ده، په هركلي او تپه كې يو ګودر موجود وي، د كلي پېغلې

نجونې ګودر ته راځي، اوبه هم ځنې وړي، مركې او مجلسونه هم سره كوي او كله ، كله د دوو مينو

Page 36: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

35 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

ګودر په لاره كې كېږي، نجونې ګودر ته په ښو او نظرراښكونكو جامو كې ځي ديدن هم په ګودر يا د

او د سرو سالوګانو سيالۍ كېږي، يوه لنډۍ دا منظر داسې انځوروي:

په ګودر سور سالو ښكاره شو

ماوېل په تورو اوبو اور ولګېدنه

يا ماتېدى نه شي او چې قولمينه او وفا د پښتني دنيا يو زرين او متين اصل دى چې ژمنه يې وكړه ب

يې وكړ بيا بدلېدى نه شي، د همدې اصل له مخې مين مينې ته د مينې په دنيا كې د وفا ډاډ په دې

الفاظو وركوي:

د زلفو تار نښاني راكړه

كه په قيامت يې رانه غواړې دربې كړمه

و پر بل و صميميت، لوريينه او يغربت او بېوزلي د پښتني ټولنې يوه سپوره برخه ده خو د كورنۍ مينه ا

پېرزوينه هم يو زرين اصل دى، يوه پښتنه مېرمن له خپل مېړه سره د مينې او لوريينې ژوند لري يوه

ورځ داسې راځي چې په كور كې د خوړو څه نشته، څښتن مجبورېږي وږى له كوره راځي چې په

په خوارۍ مزدورۍ پسې ځي، كور كې د خوړو څه نشته، څښتن مجبورېږي وږى له كوره وزي او

كله چې مېرمن د خوړلو څه مومي او د سترخوان ته كښېني نو وږى تللى څښتن يې وريادېږي، مړۍ

يې په ستوني كې نښلي او د صميميت او لورېينې داسې ازموينه ترسره كوي:

اشنا مې وږى رانه تللى

چې دسترخوان لره ورځم ژړا راځينه

Page 37: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

36 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

ينې كولو لارې ډېرې اغزنې دي او ډېرې له ستونزو ډكې، كه د غلا مينه رسوا په پښتني ټولنه كې د م

شي نو بيا د مرګ استازى رارسېږي او د مينې انتقام اخلي، مين په همداسې اغزنو حالاتو كې مينې ته

زړه ښه كوي او له مړينې وېره نه كوي خو له مينې نه هم د ثبات او وفا دارۍ غوښتنه كوي:

ا په تومت وژنيسبا مې ست

ځاى د راستۍ دى چې منكر نه شې مينه

يا هم

سبا مې ستا په تومت وژني

غولى جارو كړه چې په شرق مې وينې ځينه

پښتني دنيا د ښو او غوره اصولو ترڅنګ ځينې ناوړې او نارواوې هم لري له دې څخه يو هم د مېړونو

كولى، خو لنډۍ نه ديوه ملي او مظلومانه له خوا د مېرمنو وهل هم دي، مېرمن مقابله نه شي

احتجاج په توګه كار اخلي او خپل څښتن د لنډۍ په خوږه ژبه خپلې ناروا ته داسې متوجه كوي:

برخان د ګلو لښته ناخلې

پر ما دې تېر كړل د كوتكو ګوزارونه

اره كېږي او هره مېرمن له په پښتني ټولنه كې ودونه د اولادونو د پيداكېدلو او د وګړو د ډېرېدلو لپ

ودوزن سره سم هيله لري چې ماشوم ولري او په كور كې يې زانګو وزنګوي، يوه مېرمن چې ډېر

وخت د اولاد په انتظار ده خو په كور كې يې د ماشوم د ژړاغږ نه راپورته كېږي نو خپل خاوند ته د

لنډۍ په خوږه او پسته ژبه په طنزيه لهجه داسې وايي:

Page 38: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

37 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

ه ستا مزګۍ نشتهجانان

زما همځولي زانګو ګانې زنګوينه

لنډۍ يو سرتړلى زنځير دى او يوه موضوع په كې بشپړېږي خو كله كله د سوال او ځواب په بڼه يوه

لنډۍ له بلې سره نښلي او د يوه خواږه ډيالوګ په توګه دوام كوي:

مينې رازونياز په كې شوى او د ننۍ ناسته په همداسې يوه خواږه سوال او ځواب سرته رسوو چې د

ټولنې بنديزونو ته په كې ټكان وركړل شوى دى:

په سپينه خوله مې دې پرار وكړ

زه به بخيلې مور ته څه ځواب كوومه

مور ته دې داسې ځواب وايه

زه له منګي سره ګودر ته ولوېدمه

مينه ځواب منطقي نه ګڼي :

مور به مې داسې راته وايي

ه خوله دې راوړل پرهارونهمنګى دې روغ پ

مين منطقي ځواب جوړوي او وايي :

بيا د موركۍ ځواب دې دا دى

منګى په خټه زه په ګټه ولوېدمه

ځواب چې منطقي كېږي دا ورته وايي:

چې د موركۍ ځواب دې جوړ كړ

پر دې ملاله خوله مې كښېكاږه غاښونه

Page 39: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

38 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

لنډيو ژوند څلورنيمو زرو کلونو ته رسيږيد پښتو

هارون حکيمي

پښتو هغه منظوم شعر دى چې تر اوسه يې په بله ژبه كې سارى نه دى ليدل شوى، پښتو لنډۍ يو

۲۲يې سېلابه دى، چې په ټوليز ډول ۳۱سېلابه او دويم ۹ځانګړى جوړښت لري، چې لومړى بيت يې

لنډيو په اړه مو د مالوماتو كچه لوړه شي، نو په دې اړه مو له سېلابه كېږي. د دې لپاره چې د پښتو

ښاغلي استاد حبيب الله رفېع سره مركه كړې چې تاسې درنو لوستونكو ته يې د لوستلو لپاره وړاندې

كوو.

حكيمي: که لومړی د لنډيو د نامه په اړه راته وواياست، په ځينو سيمو کې ورته لنډۍ وايي په ځينو

په ځينو سيمو کې ټپې وايي.کې مصرۍ او

: دا چې لنډۍ د يو لوی ملت، ګډه پانګه ده او دا ډېره ستره، قېمتي او ارزښتناکه پانګه ده، ما استاد

چې تر اوسه مطالعه کړې د نړۍ په ولسي ادب کې مې د لنډۍ جوړه نه ده پيداکړې. له همدې امله

چې يا يې نه وي زده او يايې جوړې نه کړي، لهپښتنو ته ګرانې دي او داسې پښتانه به ډېر لږ پيداشي

همدې امله په هر ځاى کې پرې له شرايطو سره سم نومونه اېښودل شوي دي، البته دا د ولس نومونه

دي، ځينو خلکو تعبيرونه ترې کړي لکه يو تعبير يې دا دی چې لنډۍ يو لنډ شعري ټولګى دی،

سېلابه يې دويمه مصرۍ ده او دا ټول دوه ويشت يعنې نهه سېلابه يې لومړۍ مصرۍ ده او ديارلس

سېلابه کېږي، له همدې امله ورته لنډۍ وايي. بل تعبير يې دا کړى چې لنډۍ د مار يو ډول دی او

هغه ډېر زهرجن مار دی يعنې ډېر اغېزمن دی او د چيچ زهر يې ډېر زر اغېز کوي. دوی د لنډۍ دا

بولي دومره موثر او اغېزمن يې بولي لکه لنډۍ چې په مطلب او هغه ښکلي الفاظ دوی ډېر اغېزمن

Page 40: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

39 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

وجود ژر اغېز کوي، دا هم په احساساتو داسې اثر کوي او احساسات راپاروي، ويښوي او څپاند

کوي يې، له همدې امله ورته لنډۍ وايي. او بل په لره پښتونخوا کې ورته ټپه وايي، د ټپې هم ډېر

او لري يعنې داسې اغېز لري چې په سړي کې ټپ جوړوي، زخم تعبيرونه شوي، دا چې له ټپ سره تړ

جوړوي دا معنا هم لري. مصرۍ هم ورته وايي ځکه دا دوه مصرۍ دي او سره راټولې شوې دا يې يوه

معنا ده او بل مصرۍ يوه توره ده چې هغه په مصر کې جوړېده او په پښتنو کې ډېره مشهوره ده، ... په

اورونه... دا هم د اغېز له امله ورته د مصرۍ نوم اخيستل کېږي چې دا ما دې کړي د مصرۍ تورې و

هم ډېر اغېز لري. په دې سربېره ځينې نور ولسي نومونه هم لري د بېلګې په توګه، غريبۍ، غريبۍ

په هغه وخت کې چې يو څوک مسافر شي، يا کوم غم پرې راشي، له ځانه سره ناست وي او غمجن

ريبۍ وايي، غړنګې هم ورته وايي، ډېر نومونه يې نور هم شته چې ما اورېدلي او لنډۍ وايي، دې ته غ

دي. په هر حال دا ټول نومونه د لنډۍ له اغېز او تاثير څخه اخيستل شوي. په ټولو کې دا نغښتي

چې لنډۍ يو ډېر اغېزمن شعر دی او په احساساتو او عواطفو ډېر ژور اغېز لري. د شکل له نظره هم

کلو الفاظو جوړ شوی، او د موضوع له نظره يوه ژوندۍ موضوع په دې دوه مصرو کې ځای په ډېرو ښ

کېږي او لکه يو سر تړلی ځنځير دی چې موضوع بل ځای ته نه ترې ځي، په دوه مصروکې يو ښکلی

مضمون ځايېږي او انسان ته يو ښکلی مفهوم لېږدوي. له همدې امله د لنډۍ اغېز هم د شکل او

ظره او هم د معنا له نظره ډېر زيات دى ډېر اغېزمن دى، له همدې امله لنډۍ ته دوى الفاظو له ن

زيات ارزښت ورکوي.

: استاده! سړی دعوه کولای شي چې د تراژيدۍ ډک يو ډول ژانر دی، ځکه چې له دريو حكيمي

نومونو څخه مصرۍ، چې له مصرۍ تورې اخيستل شوې، تاته به خاورې خولګۍ درکم، پر ډال دې

نشته د مصرۍ تورې واورونه، يا لنډۍ چې له ماره اخيستل شوې يا هم ټپه چې دا هم له ټپ څخه

اخيستل شوی دی، سړی دعوه کولای شي چې لنډۍ يوازې يو تراژيدي ډول شعر دی.

Page 41: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

40 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

: تاسې پوهېږۍ چې تراژيدي يوازې دغه حالت ته نه وايي، کله کله سړی ډېر خوشاله شي استاد

څخه د لنډۍ اغېزمنتوب مطرح دی، ډېرې لنډۍ دي چې هغه تراژيدي نه دي وژاړي، يعنې له دې

خو ډېر اغېزمن او ښکلی تصوير لري:

په ګودر سور سالو ښکاره شو

ماوېل په تورو اوبو اور ولګېدنه

څومره لوی اغېزم پکې پروت دی.

بېلتونه راشه ستړی مشې

زړه مې پښتون دی مېلمه نه خپه کوينه

فلسفه په دې يوه لنډۍ کې راځای شوې ده.د پښتونولی ټوله

ځان يې زړو جامو كې جوړ کړ

لکه په وران کلي کې باغ د ګلو وينه

دا د غربت يو لوی تصوير دی، د پښتنو د غربت خو په عين حال کې د ښکلي ذوق ښې ثليقې، يعنې

اس لنډۍ يوازې غريب هم کولای شي چې د ژوند په مسايلو کې هم له ذوقه کار واخلي، نو په دې اس

تراژيدي نه دي، بلکې زما نظر دا دی چې په لنډۍ کې د پښتني ټولنې هر هغه څه چې دوی ورسره

سروکار لري شته او پکې نغښتل شوي دي، يعنې دوی د پښتنو ټولو پوښتنو ته ځواب وايي، لنډۍ د

دي. پښتنو ټولې غوښتنې منعکسوي، او په لنډيو کې د ژوند ټول حالات را نغښتل شوي

Page 42: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

41 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

: تاسې يو وخت ويل چې په لنډيو کې ډراماټيکې لنډۍ هم شته، چې په لنډيو کې خبرې حكيمي

اترې شوې، د يوې ډرامې بېلګه مو ورکوله، اوس مو په ذهن کې داسې كوم څه شته؟

: هو بالکل ولې نه، ډېرې دي.استاد

په سپينه خوله مې د پرار وکړ

زه به بخيلې مور ته څه ځواب کومه

ته دې داسې ځواب ووايهمور

زه له منګي سره ګودر ته ولوېدمه

كه مور دا وايي چې دا بې منطقه خبره ده، نو:

مور به مې داسې راته وايي

منګی دې روغ، په خوله دې راوړل پرهارونه

دى بيا وايي

د مورکۍ ځواب دې ده داسې

منګۍ په خټه زه په زغه ولګېدمه

ه وايي چې،او بيا چې ځواب منطقي هم وي ورت

د مورکۍ ځواب خودې اوس جوړ کړ

Page 43: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

42 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

په دې ملاله خوله مې کېکاږه غاښونه

دا ډول دي لکه:

زړه مې له سترګو ګيله من شو

چې ديدن ته کړې، عبث غم زه تېرومه

سترګو له واره ځواب ورکړ

چې مين ته يې اوښکې بيا زه تويومه

کلې صحنې چې په ژوند کې پېښېږي، دا ډول ډراماټيکې لنډۍ ډېرې زياتې دي، د ژوند ښکلې ښ

هغه په هر ډول په لنډيو کې ځای شوې دي، د بېلګې په توګه ما مخکې وويل چې لنډۍ سرتړلی

ځنځير دی، ليکن په پوښتنه او ځواب کې بيا سوال په يوه لنډۍ کې او ځواب په بله لنډۍ کې، بيرته

يې هره يوه ځانګړی سرتړلی ځنځير دی.

ړو سره که چېرې سړی لنډۍ پرتله کړي، کوم ډول به يې لوستونکي ته آسانه : د کاکړيو غا حكيمي

وي، کاکړۍ غاړې او که لنډۍ؟ د تصوير او موضوع له پلوه کوم ژانر پکې ځواكمن ښکاري؟

: لنډۍ د ټولو پښتنو په ټوله پښتونخوا کې خپور ادبي ټولګى دی، نو داسې پښتون او پښتنه به استاد

لنډۍ ويلې نه وي او يا يې لنډۍ زده نه وي، نو په همدې اساس د کاکړيو يا د پيدا نکړې چې يا يې

غاړو ساحه وړه ده، هغه په ټوله پښتونخوا کې خپرې نه دي، بل د کاکړۍ جوړښت ځانګړی دی، دا

چې ته وايې چې لنډۍ دوه ويشت سېلابه ده او هغه يا څوارلس سېلابه دي يا شپاړس سېلابه دي

س او شپاړس سېلابه دي، مصرې يې يا اوه اوه سېلابه دي يا اته اته، هغه بېله هغه معمولا څوارل

موضوع ده په آسانۍ کې رول نلري، هغه خپله هماغه يو ټولګى دی، خپل مطالب او خپلې غوښتنې

Page 44: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

43 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

لري، هغه هم تقريبا د لنډيو په لار روان يو ټولګى دی، د ژوند ټول مسايل پکې رانغښتل شوي،

شته، ټولنيزې لنډۍ پکې شته، حتی تر کومه چې مامطالعه پکې کړې، په ځينو حماسې لنډۍ پکې

ځايونو کې له لنډۍ نه هم حساسې دي، په هغو کې د ژوند مسايل ډېر ژر ژر منعکس کېږي، په

لنډۍ کې مسايل ډېر ورو ورو منعکس کېږي لکه:

د ښو ټوپکو استاکاره

د ښو ځوانانو مرګ به ستا له لاسه وينه

وپک د وخت لنډۍ ده لېکن اوس د توپ او مزايل لنډۍ ډېرې کمې پيدا کېږي، خو غاړې چې دا د ټ

دي هغه بيا روانې دي د ژوند نوې پېښې ټولې پکې نغاړل کېږي لکه:

راځه چې دواړه توکل کړو، زما چارګل په سګرېټ ورکړو

دی وايي:

زما دې خاورې شي ځواني، چې ستا چارګل په سګرېټ ځي.

ې د سګرېټ، اورګاډی او نوي مسايل هم رانغاړل شوي دي، نوي مسايل چې راځي ډېر نو په دې ک

ژر په غاړو کې ځای شوي دي، په لنډيو کې لږ په ځنډ هغه راځي تر کومه چې ما مطالعه کړې،

ليکن په هر صورت، د لنډيو كړۍ لويه ده، او د کاکړيو وړه ده، نو په همدې اساس يې هېڅکله له

پرتله کې نشو اېښودلی.لنډيو سره په

: تاسې د نوو خبرو يادونه وکړه چې په کاکړيو کې ځای شوې او په لنډيو کې تر اوسه نه دي حكيمي

ځای شوې، په لنډيو کې هم داسې بېلګې اوس شته، لکه يوه طنزيه لنډۍ وايي:

Page 45: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

44 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

قبر مې سورى کړه حال مې ګوره

چې مبايل مې اوس آنتن نه ورکوينه

يا بله يوه وايي:

چې دې ياري په مسېجو شوه

له داسې مينې دې خپل ځان ډېلېټومه

د دغه ډول کلمو يا هم د نورو کلمو راوړل په لنډيو کې څرنګه کار دی؟

: لنډۍ د ولس مال دی، دا چې ځينې کسان لنډۍ جوړوي، هغه بېله خبر ده، ډېر کسان په استاد

او مجموعې يې جوړې کړې. لېکن دې کلونو کې د لنډيو په څنګ کې يې خپله لنډۍ جوړې کړې

هغه لنډۍ شوې نه دي، هغه وخت لنډۍ کېږي چې د ولس سايکل يا دوره ووهي له هغې وروسته

ولسي ادب کېږي او ولسي لنډۍ ترې جوړېږي، لکه په لنډيو کې زياتې لنډۍ شته چې د طالبانو، يا

د عالمانو لنډۍ دي:

کتاب تمام طالب روان شو

م په لمبو سومهتر حجره ګرده تاوېد

يا نور ژور ژور منطقي مسايل دي چې په لنډيو کې رانغښتل شوي دي، ليکن هغه عامې شوې نه

دي، لا د ولس نه دې شوې او د ولس ادب ته نه دي ننوتې. ولسي لنډۍ هغه لنډۍ دي چې شاعر

ه يې تيې په ولس کې ووايي او شاعر يې په ولس کې ورک شي، لنډۍ په ولس کې خوره شي او بېر

موږ د ولس له خولې راواخلو.

Page 46: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

45 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

کله کله داسې کېږي چې يوه لنډۍ يو ځاي يو ډول ويل کېږي خو بل ځاى په بل ډول، لکه:

يار مې د خوست زه د تيرا يم

خدايه خوست وران کړې چې جوړه تيرا ته ځونه

خو دا لنډۍ بل ځاى داسې ويل کېږي چې:

يار مې د کوټ زه د تيرا يم

ن کړې چې جوړه تيرا ته ځونهخدايه کوټ ورا

د دې بدلون لامل ستاسې په نظر په څه کې دی؟

: دا د ژوند د کولو لپاره، هر شی هڅه کوي ژوند وکړي، د هر څه مبارزه روانه ده، لنډۍ استاد

شفاهي شی دی، له يوې خولې بلې خولې ته ځي، له يوې سيمې بلې سيمې ته ځي، په دې لېږد کې

کوي چې غواړي پکې د خپل پايښت لپاره له هغو څخه کار واخلي لکه دا لنډۍ داسې بدلونونه پيدا

چې يار مې د کوټ زه د تيرا يم دا لنډۍ که خوست ته ځي، دا لنډۍ که د کوټ او د تيرا وي پنځه

ورځې وروسته يادېږي ځکه که له خپلې سيمې سره مينه لري، نو په همدې اساس دا منطقوي نومونه

يز اتلان پکې بدلېږي، په يوه لنډۍ کې په يو ځاى کې يو کس اتل وي خو هغه بدلېږي، سيمه ي

لنډۍ چې بل ځاى ته ځي بل اتل مومي، د هغه ځاى مشهور اتل ورسره اچول کېږي چې دا لنډۍ

ژوند ورسره وکړي. حتى لنډۍ يو بل کمال هم لري، لغتونه بدلوي، د لغتونو په بدلېدلو سره ژوند

زرګونو کلونو لنډۍ ده:کوي اوس دا لنډۍ د

سپوږميه سر وهه راخېژه

Page 47: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

46 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

يار مې د ګلو لو کوي ګوتې رېبينه

يو پښتو پوه څېړونكى دى هغه وايي چې دا د هغه وخت لنډۍ ده چې آريايان به (جون زانولسونيو) دا

وږمۍ پد شپې لخوا د سوما د بوټي د لو کولو لپاره غره ته تلل او بيا به انتظار وو ترڅو د څوارلسمې س

راوخېژي او دوى د سوما بوټي لو کړي، ځکه که دا په لمر کې لو شوي واى شيره يې خرابېدله، نو

دوى به د سپوږمۍ د شپې انتظار ويست او ټول به راټول وو بيا به يې د دې بوټي لو کاوه او له هغه به

ه هغه به يې استفاده يې شيره ايستله او له هغه به يې مشروب جوړول چې دوى ته ډېر مقدس وو او ل

کوله. دا لنډۍ يا له څوارلسم وړاندې ويل شوې، يا په داسې ځاى کې ويل شوې چې غرونه لوړ دي

او سپوږمۍ ژر نه راخېژي يا هر څه چې دي د مينې لخوا دا لنډۍ ورته ويل شوې ده چې

سپوږميه سر وهه راخېژه

يار مې د ګلو لو کوي ګوتې رېبينه

کوم لغتونه دي دا په ژبه کې عادي دي، فکر کېږي چې دا لغتونه يې هم د نو په دې لنډۍ کې چې

وخت په تېرېدو بدل شوي ځکه که هغه زاړه لغتونه واى نو په هغه څوک نه پوهېدل نو هغه يې

همداسې پرې اېښي دي.

يادا چې:

مازديګرۍ دى ښېرې مه کړه

ته به د ناز ښېرې کوې ريښتيا به شينه

Page 48: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

47 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

وخت لنډۍ ده، کله به چې لمر لوېده نو په دې وخت کې به لمر پالونكو عبادت کاوه دا د لمر پالنې د

دوى باور درلود چې په دې وخت کې هره دعا قبلېږي، نو په همدې اساس ګوري چې مينه

(معشوقه) ښېرې کوي او هلته مازيګر دى نو وايي چې:

مازديګرۍ دې ښېرې مه کړه

نهته به د ناز ښېرې کوې ريښتيا به شي

دا د هغه وختونو لنډۍ دی خو کليمې يې نوې دي او ټولې بدلې شوې يوازې فکر يې را لېږدولی

دی، ما وويل، چې هغه يو کس جوړوي، ليکن د کس په نامه ځکه نه وي چې هغه ټولنې ته ځي،

ټولنه يې لکه شعر هسې نقد کوي، ټولنه پرې نقد کوي، ډېر شيان ترې توږي، او خلک پکې ښکلي

لغتونه اچوي او خراب ترې باسي، نومونه پکې بدلېږي، ځايونه پکې بدلېږي په ټوله پښتونخوا ښکلي

ګرځي او ژوند کوي او ټول پښتانه ورسره بلدېږي.

: تاسې د څو لرغونو لنډيو يادونه وکړه د تاريخ له نظره څېړونکو دا خبره تر کومه ځايه رسولې حكيمي

ږي.چې لنډۍ له کوم مهال راهيسې ويل کې

: د لنډيو لرغونتوب د آريايي سندرو له لرغونتوب سره سم دى، علامه کهزاد دې خداى وبښي استاد

هغو د افغانستان په تاريخ کې يو عجيب ابتکاري کار کړى هغه وايي چې په نړۍ کې د هېوادونو

د افغانستان ژونژوند دوه برخې لري، يوه تر تاريخ وړاندې دوره ده او يوه هم تاريخي دوره ده، ليکن د

درې دورې لري، يوه تر تاريخ وړاندې دوره ده، يوه د سرودونو او داستانونو دوره ده او يوه هم تاريخي

دوره ده، د سرودونو او سندرو دوره داسې مهال ده چې خط لا ندې رامنځته شوى، لېکن د ولس

ورکې سندرې دي د شعور د شعر په ژبه رامنځته شوي چې هغه لومړى ويدي سندرې دي، ويدي

آريانا ويجه په خاوره کې کابو څلورنيم پنځه زره کاله پخوا ويل شوې دي، بل د ريګوېدا ده چې دا

Page 49: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

48 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

هغه مهال دى، چې کله له بلخ څخه لېږدېدنې پيل شوې او آريايان له هندوکش څخه را واوښتل او

ه لاړل يوه بله برخه هند تپښتانه په موجوده پښتونخوا کې مېشت شول، يوه برخه آريايان پاس ته و

لاړل په دې وخت کې د ريګويدا سرودونه ويل شوي چې پکې د پښتني سيمو د قبيلو، سيمو،

سيندونو او ځايونو نومونه راغلي، په همدې دوره کې د پښتو ژبې کليمې هم ليدل کېږي او دا هغه

ايي ژبو څخه له ويدا اووخت دى چې پښتو ژبې هم تشکل کړى، او دغه ادبيات پښتو ژبې ته له آري

اوستا څخه رالېږدېدلي دي، په دې اساس د پښتو لومړنۍ سندرې د ماشومانو او ميندو سندرې

ورپسې لنډۍ دي، دا له همغو آريايي سندرو څخه ډايرکټ يا نېغ په نېغه رالېږدېدلي دي، ځکه موږ د

ي او معنا نلري، چې دا ترې ماشومانو او ميندو په سندرو کې داسې مصرې لرو چې هغه سګنالونه د

ښکاري دا د هغه وخت د ژبې لغتونه دي چې مستقيما راغلي او په پښتو کې پاتې دي:

اکو بکو سرسيندکو... هېڅ معنا نلري، يا هم اللؤ لؤ...

بل د ويدي سرودونو يوه برخه داسې هم شته چې هغه دوه ويشت سېلابه دي، شمېر يې نه او ديارلس

ې دوه ويشت سېلابه ده، بل غاړې دي چې د هغو زيات وزنونه په اوستا کې شته، نه دى خو ټولګه ي

اوستايي سندرې دي چې د هغو زياتره په اوو او اتو سېلابو کې ويل شوې دي، د ماشومانو او نورې

ورته سندرې شته چې وروستني وزنونه يې په هغو ژبو کې هم لېدل کېږي. نو په همدې اساس د پښتو

ژوند د پښتو له پيدايښت سره سم دى کله چې پښتو د آريايي ژبو په کورنۍ كې سترګې د ولسي ادب

غړولې ورسره سم پښتو ولسي ادب هم سترګې غړولې او ځينې شيان يې تيار له هغه ځايه را اخيستي

او په څپله ژبه کې يې حل کړي دي، او ساتلي يې دي چې تر ننه پورې رارسېدلې دي، نو د لنډيو

ېرو لومړيو کلونو يعنې څلورو څلورنيمو زرو کلونو ته رسولاى شو.ژوند ډ

: کله مو د لنډيو په تاثر کې کوم شعر ليکلى دى او يا له لنډيو سره کومه خاطره لرئ لکه حكيمي

الفت صاحب چې په خپلو خاطرو کې يوه خاطره ليکلې،

Page 50: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

49 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

تا چې پرمخ څپېړه راکړه

د اوښکو ډکې سترګې چا ته واړومه

زه د ولسي سندرو او لنډيو په غېږ کې لوى شوى يم زه تر لس کلنۍ او دولس کلنۍ پورې په :استاد

کلي کې وم زه بالکل د فلکوري او ولسي ادب په غېږ کې را لوى شوى يم ما په هغو محفلونو کې چې

ښځو به پکې راز راز سندرې ويلې يا به اتڼونه وو، زموږ کلۍ درې برخې دى، په منځ کې يو ځاى

شګه ده، په دې شګه کې به د شپې اتڼ وو دلته به يې په منځ کې اور بل شوى وو او شاوخوا به يې

اتڼونه کول، ډولونه به وهل کېدل، د دغو خلکو څېرې به د لوړو لوړو کلاګانو باندې لويې لويې

ر چې تښکارېدې زه به هم ورته په بام ناست وم او د دې خلکو هغه لويې لويې څېرې به مې ليدلې

اوسه يې زما هغه تصوير په ذهن کې پاتې دى، نو ما په کلي کې ژوند کړى، له لنډيو سره مې ژوند

کړى او د لومړي ځل لپاره چې ما د شعر په نامه کاغذونه تورول، ما لنډۍ، غاړې او نورې ولسي

ې اورم.سندرې هم ليکلې، يوه لنډۍ چې هغه وخت ما ليکلې وه او بيا يې د ځينو خلکو له خول

بېلتون ټوپک شو را ته ډک شو

ناڅاپه ټک شو په زړګي يې وويشتمه

دا لنډۍ کابو پنځوس کاله وړاندې ما ليکلې وه او اوس يې د ځينو ځينو له خولو اورم، نو زه ويلي شم

چې زه د لنډيو په غېږه کې رالوی شوی يم او له لنډيو څخه ډېر خوند اخلم زه فکر کوم چې لنډۍ

او موجز ادبي ټولګى دی، زه يې هېڅ ټولګى ساری نه وينم، زه يې د نړۍ په پرمختللي ادب ډير موجز

کې هم سارى نه وينم، نه دا چې زه پښتون يم او پښتو لنډۍ مې اورېدلې، دا خبره د پښتو لنډيو د

هغو اعجاز له امله کوم چې په درويشتو سېلابونو کې يې سمندر را نغاړلي دي هغه په کوزه کې

مندر کيسه ده، ځوانانو ته زما توصيه داده چې د لنډيو په ټولولو کې په ډېره امانتدارۍ هڅه وکړي، س

Page 51: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

50 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

راټولې يې کړي او ويې ليکي ځکه يو شمېر د لنډيو ټولګې چې خپرې شوې دي يو څه مصنوعي

لنډۍ پکې ټولې شوې، خو بيا هم د اصلي او مصنوعي لنډيو تر منځ توپير شته، داد ځوانو

لوريستانو دنده ده چې دې ته پوره پام وکړي په لنډۍ هر اړخيزې څېړنې وکړي، لنډۍ د هره فولک

اړخه، د جوړښت، موضوع او صراحت له اړخه ورته کار وکړي، پښتو ټولنه دوديزه ده خو لنډۍ هغه

هرڅه په ډېر صراحت بيانولاى شي:

سبامې ستا په تومت وژني

ځاى دې راستۍ دى چې منکر نشې مينه

با مې ستا په تومت وژنيس

غولی جارو کړه چې په شړک مې وينې ځينه

ډېر داسې مسايل دي چې ډېر په جرئت سره هر څوک، معشوقه او هر څوک خپلې خبرې بيانولاى

شي، دغه راز نور مسايل هم بې له وېرې او محدوديت پرته مطرح کېدلاى شي.

Page 52: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

51 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

په لنډيو کې طنزي او خندونکي توکي

محمود نظري

لنډۍ هغه ولسي شعرونه دي چې شاعر یې مالوم نه دی او د پښتني ژوند ډیري خواوي په کې په

واقعي او طبیعي بڼه انځور شوي دي

لنډه د مفرد مؤنث کلمه ده ، لنډۍ د لنډه بڼه ده ، د لنډۍ لومړنۍ برخه لنډه او دویمه برخه یې

یي.اوږده ده ، له دې کبله ورته لنډۍ وا

ته د ګودر غاړی ته راشه

ما په منګی کې پراټی راوړی دينه

څپې او دویمه برخه یې (۹لنډۍ هغه موزون ، غیر متعارف ، مستزاد ، حکمي مقفی ، غیر مصرع بیت دی چې لومړۍ برخه یې نهه )

څپې وې(( ۳۱دیارلس ))

په ګودر څه ټکه لوېدلې

چې کشره خور يې بدرګه ورسره ځينه

نو په غرو او رغو کې ، په کلیو او ښارو کې ، په شنو درو او لویو دښتو کې ، د ابشار خنګ او د پښت

کږدۍ اړخ ته د چوپان په شپیلۍ او د بڼوال په درو کې په یو شان خوند اخیستل کیږی . زاړه یې د

ټوی ، مینانو ې لځوانۍ د خاطراتو په یاد وايې ، زلمیان او پیغلې يې د خپل زلمیتوب شور او مستي پکښ

ته د راز او نیاز رویباری کوی ، توریالی ورسره د تورو په میدان کې ګډیږي او مسافر يې په مسافري

Page 53: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

52 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

کې د خپل وطن تنده پرې ماتوي . د اشعرو نه چې څومره ساده، سلیس او روان دی هغومره د پردیو

ژبو له اغیزې څخه پاک او سپيڅلې دی.

ګودرته راغلی برابره

و لګۍ راکړه يا منګی در ماتو مهيا خ

لنډۍ ځانګړي ښکلا لري او د هر پښتون تنده پرې ماتېږي او په ژوند کې مينه ، ښکلا ، مېړانه،

ننګ په ښکاره توګه بيانوي.

چم ته انګرېز راغی عالمه

دپښتنوپه ملک جال وغوړاونه

خوا چې د ټولنې محرومه برخه ده ویل د لنډیو یوه ځانګړتیا دا ده چې زیاتره يې د ښځو او پيغلو له

شوی دی نو یوه لویه برخه يې د ټولنې کرغیړنو دودونو ته ګوته نیول شوی او هغه يې په طنزي توګه

ویلي او غندلي دي.

د شين کيدو اميد مې نشته

اشنا په دښته د ملتان کرلې يمه

پټى دې ګرو کړه ما واده کړه

ه يمهکه مې تر کاله زوى رانه ووړ ګرم

اود لنډیو یوه بله برخه چې د ځوانانو لخوا ویل شوی ډیر يې د ناوړه دودونو لکه د لوړ ولور د انجلی

خوا راضی کول او د ژوند نورو ناخوالو نه ګیله ده

که مور او پلار دی خداي رضا کړل

Page 54: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

53 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

د ماما ګانو به دي زنې ونيسمه

ځان خوبه ستادپلارنوکرکړم

تش ديدن کومهپه نوکرۍ کې به دې

لنډۍ یا ټپۍ هم لکه نور ټولنیز ادبیات د ټولنیزو ستونزو او فسادوتو یادونه او غندنه کوی او په

ملنډو هغه یادوی

منګي يې ټول په ډنډ غو په کړل

د شيطا نۍ منګی په لپو ډکو ينه

ناز ه رمز ، کنایه او طنز چې دټولنې او اخلاقي خواریو ،عیبونو او فسادونو برملا کولو ته وایي چې پ

ویل یا لیکل کیږي

یا په بله وینا:

ویلای شو طنزد زورکونکو او زورواکانو باندی نیوکې دي چې هغوی په مسخرو له پېښو خبروي. لکه

دا لاندی لنډۍ.

ځوانانوننګ راباندې وکړئ

پلارمې ظالم دی ماښامارلره لېږينه

ځوانانوننګ راباندې وکړئ

ې بلالره لېږينهپه سورسالوکې م

Page 55: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

54 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

ښه طنز ديوې ټولنې دوګړو هنري تنده ښه خړوبولای شي او په رساتوګه يې دټولنې له سياسي،

مذهبي، کلتوري، اواقتصادي حالاتو څخه خبروي. لکه دا لنډۍ

پردنياتول دسړونشته

تول دپيسودی مسليان خانانوينه

ځوانانوزورپه بزګرۍ کړئ

هسپينې پايڅې دزروڅلي ورانوين

ځواني دزرو روپواس دی

دبېلتانه پېټې چې وړي سوده به شينه

طنزپر ژوند عارفانه خندا ژړا ده . د ژوند د تضادو او نا ناخوالو لڅونه ده، چې ټولنیزي موخې لري

لکه دا لنډۍ:

پرمادې زر شيندلي نه دي

چې دڅراغ په رڼا غواړې ديدنونه

په خوشالۍ او ملنډو سره د هغه چا په رمز پوهول دی چې په طنز د پوه خلکو لپاره ویل کیږی یانی

رمزپوهیږی

څوک چې په سروشونډوعادي شي

قندوشکرې تويوي چې ترخه دينه

یوازې پوه او هوښيار خلک له طنز نه خوند اخیستلای او پر پوهیدلای شي او ناپوه یې یوازې خندنی

اړخ ګوري خو د ټولنې ټول خلک پوهان نه دي.

Page 56: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

55 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

سم الله کټ ته ورخېژهپه ب

دنجلۍ کټ دجنغوزي دئ مات به شينه

طنز د هجو یو ډول دي خو د هجو توندي اوتیزي نه لري.

یانی هجو مخامخ د چا عیونه ورته وایي یا مخامخ له چا نه بې پردې پلپوت کوي او هغه چا ته ویل

کيږی چې په رمز نه پوهیږی.

پرځان دګلولښته نه اخلې

ړل دکوتکوګوزارونهپرمادې تېرک

جانانه دادې څه عادت دی

چې پټه پټه ياري کړې خورې قسمونه

پرېږده چې لوی ښامار مې وخوري

په پاړوګر اشنامې ډېره نازېدمه

هجو ویونکی د خلکو بې خبري ، ولس غولونه،تعصب خدای نا ډره دینپالو له کړو نه پرده پورته

کوی اومخامخ هغوی غندي .

نه خورۍ بوئ ترې نه ځۍ چۍ اوږه

چۍ يارۍ نه کړې څوک پرې نه وائ تهمتونه

ټال ته ختم بنګړي مې مات شول

ګناه دې يارده چې کوي اشارتونه

Page 57: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

56 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

هزل بیا هغه دی چې پر چا باندی بد وایي

چې پر زينه ختلى نه شې

نامردې ولې دې ګيبى پرتوګ کاونه

ضد وی(پند)یي چې د جدپوهنې په اساس هغه شوخی ته واهزل د ویی

پيزوان مې ستا په برېت کې بند شو

تر دروازې پورې بندۍ درسره ځمه

دا هزل بله مانا ده په شعر او نثر کی توندې لوڅي او بدي خبرې کول:

په مادې څه بلا ده کړې

په مخ مې غبرګې اوښکې ځي خوله درکومه

پر ما دې کلى ګماني کړ

ګې لاندې څرخونهنامردې مه خوره تر من

هزل په شعر او نثر کې هغو توکو ته هم وایي چې د هغه ویل د اخلاق او ادب خلاف وي :

په مناسب دې نه پوهېږم

وايه په کوم بارخودې خوله ولګومه

په خپله خوله چې سوال ونه کړې

Page 58: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

57 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

په هغه دغه خولګۍ کله درکومه

اول دې لوبې راسره کړې

پېغله يمه اوس دجستوپرڅوکوځې چې

بيابه زه تورکميس ونه کړم

زمادسپيني سينې رنګ يې واړاونه

ټينګه مې مه نيسه په غېږ کې

تي مې واړه دي سږنۍ بالغه يمه

خوله به د خدای په رضا درکړم

منګۍ مې ولی ښوروی لنده دې کړمه

جانان مې خوله کې ژبه غواړي

په خونديې نه دی خپل قلنګ جاري کوينه

نګې راښکته شه خوله راکړهڅا

که زه درپورته شم راماته به دې کړمه

هزل د عامو او منځنیو خلکو لپاره هم ویل کیږی چې موخه یې یوازې خندا اوساتیري ده:

حلوا دشونډو راته کېږده

زه له پردېسۍ ستړی راغلی یمه

Page 59: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

58 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

څوک به دې مړکړي ښکليه ياره

پردۍ بړستنې جګوې شمارې خالونه

ا هغه لنډی چي په کښي ټوکې شوی او موخه یې د جانان خوشالول او د هغه خندول دی لکه:ی

تا چې کوڅه کې ټوخى وکړ

زه په توده بړستن کې نيغه کيناستمه

جانانه راشه چې خوله درکړم

ماښام مې مړ په خوب ليدې ووېرېدمه

څنګه دې خواره کړم خاونده

چې همسايه مې دخولګۍ تمه لرينه

حسن دې ورځ په ورځ زياتېږي

زکات يې باسه چې نظرنه شې مينه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

اخځلیکونه

ټول افغان، لنډی-۳

ستانکزی،رفیع الله:خوست ویپاڼه-۲

مهر ویب پاڼه-۱

لنډۍ، ویکی پیدا -۴

نظری،محمود: طنز،هجو او هزل ،طنزونه ویب پاڼه-۵

نز ځای په ادبیاتو کی طنزونه ویب پاڼهنظری،محمود: دط -۶

Page 60: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

59 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

لنډۍ د ګلونو په سمندر کې

محمد حامد حليمي

ګلونه ډير درســــــــره راوړه

زه داوربل دپاسه چتر جوړومه

لنډۍ دپښتو د اولسي ادبياتو هغه غوره او په زړه پوري برخه ده ،چې د اولس بې نومه شاعرانو پکې

(1)دژوند تر ټولو عالي شيبې په دوو نا متوازنو بيتونو کې په ايجاز بيان کړي دي دبشر

دلنډيو په ويړه لمن کې بيلابيلې لنډۍ راټولي او ډول ډول فلکلوري ارزښتونه يې په ځان کې نغښتي دي

. په هره لنډۍ کې ځانګړي ښکلا ځليږي او دانسان ژوندانه له هرې برخې څخه پکې ښکلې شاعرانه

او اديبانه انځور کاږل شوي دي . دمضمون له پلوه لنډۍ عشقي ،حماسي ،رزمي،ټولنيز،تاريخې او د

. نورو مضامينو لرونکي ده

لنډۍ په پښتو ژبه کې يوه لنډه سندره ده چې هره لنډۍ له دوو برخو څخه جوړه ده ،لومړۍ برخه يې

څه هم کوم ځانګړي او معلوم ويناوال نهه سيلابه او دوهمه برخه يې ديارلس سيلابه لري .لنډۍ که

)شاعر( نه لري او په عادي بڼه په پښتني او لس کې دوخت دغوښتنو سره سمې مينځ ته راغلي او خوله

په خوله او سينه په سينه له يو نسل څخه بل نسل ته راليږدول شوي دي خو بيا هم نژدې ټولې لنډۍ

(2)ه برابر دي دجوړښت له مخې سره يو شان او سيلابونه يې سر

دلنډيو يو ستر ارزښت دادي چې دهغه سندريزه ځانګړتيا او آهنګ روزنکي فطرت دنړي په ټولو

فولکلوري شعرونو او سندرو کې ممتاز دي او ساري نه لري .زموږ جغرافيايي سيمې په فولکلوري

يجان سموالي او ه قلمرو کې هيڅ سندره نه دخپل آهنګې ځانګړتيا ، نه دخپلې تغزلي شتمنۍ ،او نه د

( 3)له پلوه له لنډيو سره برابري کولي شي

Page 61: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

60 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

دلنډيو دنورو بيلابيلو ځانګړتياوو تر څنګ يوه هم داده چې لنډۍ په ډير خواږه او ساده الفاظو ويل

لنډۍ ددې . شوي او هر ډول مضامين او په عامه اصطلاح دهر ذوق وړ مطالب پکې موندل کيږي

ا دژوندانه په حساسو شيبو کې دعام ولس له خوا زمزه کيږي ، دټنګ ټکور ترڅنګ چې دانسانانو له خو

او ساز وسرود په بڼه هم دهنرمندانو او سندرغاړو غږونو ته ښکلا وربښي . په لنډيو کې دنورو ښکلاوو

: تر څنګ ډير ښکلي او هنرمندانه تشبيهات هم کار ول شوي دي دبيلګې په توګه

لکه دګل غوټي چې پاڼي پاڼي شينه –زما دې زړه داسي سوري کړ

لکه سورخي دماښام سره کا وطنونه –سورخې دمخ دې شغلې وکړي

لکه ښامار چې تر چندړ تاوشوي وينه –کميس دې تور مټې دې سپيني

لکه څرنګه چې وينو په پورتنيو لنډيو کې زړه له ګل او کتري يې دګل له پاڼو سره ،دمخ سوروالۍ د

. کميس له ښامار اومټي له چنډړ سره تشبيه شوي ديماښام له سوروالي ،

په لنډيو کې ځيني داسي ښکلي او نادر بشبيهات هم په کار وړل شوي دي چې د شعر او نظم په نورو

: فورمونو کې يا په بشړه توګه نشته او که وي هم په ډيره لږه کچه تر سترګو کيږي لکه

ګې برګې دينهلکه دکوډو مرۍ بر –سترګې دې بې اثره نه دي

لکه شپانه چې رمې وشړي په غرونه –زلفي دې بيا پرمخ خورې کړي

(4)لکه چکړي دکوڅو تري ځان ساتمه –داستا دمور غټي خبري

ددغه تشبيهاتو په لړکې يو هم ګلونه دي چې په ډيره ماهرانه او هنرمندانه توګه دبدن له بيلابيلو برخو

. او نورو سره تشبيه کړل شوي دي،دطبيعت او چاپيريال طبيعي ښکلاوو

ګلونه که له يوې خوا څخه ښکلې څيرې او بڼې لري او په طبيعي توګه دانسانانو پام ځان وراړوي ،راز

راز ګلونه بيلابيل رازونه او حکمتونه لري ،له بلې خوا څخه بشر ګلونو ته ښيګڼې او نيکمرغۍ دسمبول

کارولو ،کرلو ،سيل او ليدلو څخه يو ځانګړي خوند تر لاسه په توګه ګوري او دهغې دنامه له يادولو او

. کوي

Page 62: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

61 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

په رښتيا هم دګل نوم په يادولو سره انسان ته دګلاب ښکلې څيره ،دلاله دزړه داغ ، دلونګو دغاړي هار

انسانان له ګلونو څخه ډول . ،دکشمالو رپيدنه او دانځير دديدن ورک والي او ارمان سترګو ته دريږي

او عقايد لري . دبيلګې په توګه زيرګل دجدايي علامه او سور ګل دمينتوب او وصال ډول انګيرني

علامه اوسمبول ګڼي .دخپل زخمي زړه داغ د لاله دزړه له داغ سره مقايسه کوي ،دجانان ديدن د انځير

. له ګل او همداراز خپله خوښي دبلبل په بڼه دګلو په ديدن او له ګل سره په همدمۍ کې لټوي

څه هم کيداي شي دګلونو شمير له سلګونو څخه واوړي خو ځيني يې دخلکو تر مينځ ډير مشهور که

دي له همدې لامله ګلونه دلنډيو په فورم کې ګلونو ځانګړي ځاي خپل کړي دي ،دبيلګې په توګه له

: ځينو څخه يې په لاندې ډول يادونه کو

دګلاپ ګل

پرتله ډير ياد شوي او ځانګړي ځاي لري .کيداي شي دلنډيو په سمندر کې ګلاپ دنورو ګلانو په

دګلاپ بې شميره ښيګڼې او رازونه ددې لامل ګرځيدلي وي تر څو په لنډيو کې يې نوم له نورو ګلونو

. څخه په لومړي کتار کې ځاي خپل کړي وی

دي نپه لنډيو کې دګلاپ دګل اصيل توب ،سره ښکلې زړه راښکونکي څيره ،دمني او ناخوالو په وړا

دهغې حساسيت ،له شبنم او بلبل سره دهغه نږدي اړيکې ډيري ستايل شوي او يادې شوي دي او هم

: دښکلو تشبيهاتو په رامينځ ته کولو کې ورځيني کار اخيستل شوي دي ،لکه

په نورو ګلو مې تسل نشي مينه –اصيل ګلاپ چې پکې نه وي

ډک دي باغونهکم اصيل ګل که بوي وم -اصيل ګلاپ راڅخه ورک دي

ګل دګلاپ شي چې دې خاوري بويوينه –په ګورستان کې خاوري مه شي

ګل دګلاپ شي چې دې خاوري بويوينه –په ګورستان کې خاور ي مشي

پښتنې ناوې دې په تور اوربل کې ږدينه –په وينو سور لکه ګلاپ شه

ځکه يې واړه بلبلان ثنا کوينه –خولګې دې سره لکه ګلاپ ده

لکه ګلاپ چې ددوه نيمو ورځو وينه –مړاوي مړاوي سترګي دنجلي

Page 63: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

62 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

چې جينکۍ دې په اوربل کې ګرزوينه –ګلاپه دا قدر دې بس دي

زه نه پوهيږم چې پتنګ که بورا شمه –مخ دې ګلاپ سترګي دې شمعه

لونګ

ښځو او ولونګ نژدي ټول پيژني او په ورځينو چارو کې په ځانګړي توګه په کليو او بانډو کې دکليوال

نجونو له خوا تري اميلونه جوړيږي او په غاړه کې اچول کيږي .ځيني واړه ځونډي هم ترينه برابريږي

. او دکوژدي دنښې په دستمال او هم په جامو کې دکميس په لمن او ګريوان کې ګنډل کيږي

ه نډر دي چې لهغه څه چې موږ دلونګ په نامه پيژنو او ښکلي بوي لري ،دلونګ دبوټي دګلونو واړه ډ

راټولولو څخه وروسته وچيږي او بيا ورڅخه کار اخيستل کيږي .په لنډيو کې له لونګ څه د ښه بوي

او ښکلي بوټي په توګه په ځانګړي توګه دښځو لپاره ورځيني يادونه شوي ده . دګلاپ له ګل څخه

: وروسته لونګ په لنډيو کې خاص ځاي لري . لکه

ه سر باري کې به لونګ راته راوړينهپ –آشنا مې نوي سوداګر دي

نجلي خولي کړه دلونګو بوي تري ځينه –که چا لونګ ليدلي نه وي

ښکته لانده شول دلونګو درمندونه –په لويو غرو دباران شور شو

چې پرپالنګ لاچې لونګ وغوړمه –چې ته راځي ما به خبر کړي

ې او لونګ ونهپه بند ماتيږي د لاچ –دا بند په بند به شم در ماته

پري ليګيدلي دي دچټو پلونه –دباغ دي هر بوټي لونګ دي

کشمالي

(5)کشمالي هغه ښکلي ګلان دي چې دنازبو ګلونه هم ورته ويل کيږي

دکشمالي ګلونه که څه هم دظاهري بڼې له پلوه دومره زړه راښکون پکې نشته خو دکشمالو ښکلي بوي

توربخني پاڼي او ګلونه لري . په لنډيو کې دکشمالو له ښکلو او د هر کس پام ځانته وراړوي . کشمالي

: په زړه پوري عطرو څخه دنورو ځانګړتياوو په پرتله ډيره يادونه شوي ده ،دبيلګې په توګه

دکشمالو باغچې په بام کې جوړوينه –جينکو نوي دود جاري کړ

Page 64: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

63 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

دبام په سر يې کشمالي کرلي دينه –دجيني کور راته معلوم دي

چې هر سهار يې په وړيا ديدن کومه –دکشمالو به دې باغوان شم

ته کشمالي يې نور سلام درته کوينه –ګلان دې ټول له تا قربان شي

يا دې دعطرو په چينه لمبلي دينه –يا دې په خوله کې کشمالي دي

غاټول

غ يې په زړه تل غاټول يا لاله هغه ښايسته او ښکلی ګلونه دي چې سور رنګ لري خو تور سوي دا

. دزخمي زړه زخمي توب څرګندونه کوي

دپسرلي په موسم کې دغره په لمنو او دښتو کې دغاټول ښکلې ګلونه تر سترګو کيداي شي . په لنډيو کې

دښکلو تشبيهاتو په ترڅ کې تر ډيره بريده دزړه داغ ،دلاله د زړه له داغ سره او سرو شنډو سوروالۍ د

: رنګ سره تشبيه کړل شوي دي لکه په لاندي لنډيو کې لاله يا غاټو ل له سره

لکه لاله چې تور داغ په زړه لرينه –زما په زړه کې مستې داغ دي

ګل دغاټول په لاس کې ونيسه مينه –که مې سرې شونډي در په ياد شوي

د يار دپاره به يې په غاړه ګرځومه –غاټول به ټول اميل به جوړ کړم

يا دې دمخ په ستارو خولي راځينه –م دي يا دلاله په ګل شبن

نرګس

نرګس لکه څرنګه چې دنوم په يادولو سره يې هر کس ته ديار سترګې ورياديږي يو بوټي دي چې له

عطرو څخه ډک ګلونه لري ،په ګلونو کې يې سپينې پاڼې داسې چاپيره شوي دي چې په منځنۍ برخه

نه چې ډير لږ پيدا کيږي داسي بڼه لري چې پاڼې کې يې زيړ رنګه جوړښت لري .دنرګس يو ډول ګلو

يې سپينې دي او منځنۍ جوړښت يې تور رنګه ،رنګ لري چې په بشپړه توګه او کټ مټ لکه سترګه

داسې ښکاريږي نو له همدې کبله ده چې په ډيرشمير نظمونو او په ځانګړي توګه په لنډيو کې سترګې

ګ کله چې د شبنم څاڅکي دنرګس په ګل کې راټول ددې ترڅن . له نرګس سره تشبيه کړل شوي دي

Page 65: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

64 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

شي نو هغه د ه چې دغه رنګينې د نرګس د اوښکې په بڼه تعبير کيږي او ښکلي ادبي انځور ترينه

: لکه په لاندي لنډيو کې.اخيستل کيږي

لکه نرګس دفکر ټال مې زنګوينه –جانانه ستا جفا چې ګورم

ګس چې شين يې نار سپين يې ګلونهلکه نر –صورت يې سپين کميس يې شين دي

داتورو زلفو دې سنبل وشرماونه –مخ دې ګلاپ سترګي نرګس دي

نرګس له شرمه سترګي نه پورته کوينه –شبنم له ګل کره ميلمه دي

رامبيل او چامبيل

د رامبيل او چامبيل ګلونه هم دهغو ګلونو له ډلي څخه دي چې شعر په بيلابيلو فورمونو کې او په

ګړي توګه په لنډيو کې ډير ياد شوي او ستايل شوي دي . د رامبيل ګلونه سپين رنګ لري او زړه ځان

خوښونکی بوی لری . د چامبيل ګلونه هم دپورتنيو اوصافو لرونکي دي خو يوازي رنګ يې زيړ دي .

ي او دهار يدا ګلونه تر ډيره د پسرلي په موسم کې پيدا کيږي . په لنډيو کې درامبيل او چامبيل خوشبو

: په بڼه تشبيه کړل شوي دي لکه

دسرو اميل دي زه يې په غاړه ګرځومه –زما جانان ګل د رامبيل دي

رامبيل چامبيل يې نوکران نيولي دينه –ګلاپ له اصله شهزاده دي

(ولاړیمه)که ته چامبيل يې زه رامبيل خوشبو يمه –ګوره چې ځانته غوره نشي

ر څخه يو شمير نو ګلونه هم راټولولي شو لکه دريحان ګل ،دسوسن ګل همدار از دلنډيو له سمند

. ،دکوکنار ګل ،دريدي ګل او داسې نور . چې په لنډه توګه يې يواځي دلنډيو په راوړلو سره بسنه کو

لکه ريدي په بيابان ورژيدمه –خوشي عبث مې عمر تير شو

ګلونهلکه دډاک ريدي چې وسپړي –وړه نجلي چې شونډي سرې کا

نصيب مې خوار دي چې مې لري ګرزوينه –زما جانان ګل د کوکنار دي

پاس په آسمان دي ملايکې يې بوينه –زما جانان ګل دريحان دي

د انځير ګل يم په لاس نه درځم مينه –خوشي خواري راپسې مکړه

Page 66: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

65 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

ره ارزښتونه دلنډيو سمندر دومره ژور او څپاند دي چې که هرڅومره غوټي پکې ووهل شي او هرڅوم

ورڅخه راټول کړل شي ، بياهم کم دي خو دلته يوازي له دغه سمندر څخه ديو شمير ګلونو په راټولونه

. بسنه کو او ددې ليکنې لمن په لاندې لنډۍ همدلته رانغاړو

ځولي مې تنګه زه به کوم کوم ټولومه –ستا دښايست ګلونه ډير دي

د پښتو لنډيو په اړه يو څو خبرې

ولايت خان ځدراڼ

ګرانو لوستونکو لنډۍ د پښتو ژبې او پښتو آدب هغه ارزښتمنه شتمنۍ ده چې د نړۍ یوه ټولنه یې هم

نه لري د پښــتنو په سیمه کې د ډیر پخوا ځخه ټپې ویل کیږي . دا چې ټپې یا لنډۍ ځانګړئ شاعر

دی چې د ویلو او او نه لري او هر چا په هر وخت کې هر رنګ لنډۍ ویلې دي نو همدا لامل

جوړیدو نیټه يې ښکاره نه ده خو ځنې داسې لنډۍ هم شته چې په هر ځل ویلو سره يې لمړی ویونکی

په سترګو کې انځوریږي د بیلږې په ډول د افغاني تاریخ ځلانده ځیهرې او د میوند د جنګ فاتحه

ملالۍ هغه لنډۍ یادولی شو چې

ږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینهخدای -که په میوند کې شهید نه شوې

کله چې دا لنډۍ دغازیانو ترغوږو ورسـیده لکـه غوسـه شـوي زمریـان لـه هـرې خـوا پـه دښـمن

ــــــړه. ــــــاتي ورک ــــــه ډکــــــه م ــــــې د شرم ــــــه ي ــــــوئ شــــــول او دښــــــمن ت را ت

۹لنډۍ لکه څنګه یـې چـې نـوم دی داسـې د دوه لنـډو کرښـونه جـوړه چـې لمـړۍ کرښـه يـې تـر

ســیلابو اوږده وي دا دوه کرښــې د معنــی او مفهــوم ۳۱وږده او د تــر ســیلابو او دوهمــه کرښــه یــې ا

Page 67: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

66 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

له اړخه پوره دي خو د وزن او قافیې لـه پلـوه نیمګـړي دي . پـه لمـړۍ کرښـه کـې د موضـوع پیـل

ــــــوم وي ــــــدف معل ــــــا ه ــــــه ی ــــــې پایل ــــــې ی ــــــه ک ــــــه کرښ ــــــه دوهم او پ

یـو او بانـډو کلـه چـې پـه کل ٬د پلټونکو په حواله د لنـډۍ ډیـره برخـه د ښـځو لخـوا ویـل شـوي

کې د وادونو او نورو ښادیو پنـډې جـوړي شي نـو ښـځې څـو شـپې پرلپسـې تـر سـهاره ناسـتې وي

قابلـه کـوي هـره ډلـه هځـه ۲سندرې او ټپې بـولي دوه یـا ځـو ډلـې جـوړې شي او د يـو بـل سره م

کــوي چــې زر او ښــه ځــواب ووایــي دا ســیالي د ســوال او ځــواب پــه شــکل او یــا هــم د رنګارنــګ

ویلو سره تر سره کیږي لاندې څو بیلږې را اخلو م صرۍ په

کور مې د سیند په غاړه دی له تندې مرمه( ســـوال ) د دې م صرۍ ځواب مې راکړه

ې مین شي اوبه خوند نه ورکوینه(ځـــواب ) د دې م صرۍ ځواب د دا دی ځوک چ

ســـــوال ) د دې م صرۍ ځواب مې راکړه ګ لۍ یوه مرغۍ مې دوه ویشتلي دینه (

جینۍ یوه یاران یې دوه نیولي دینه ( ځــــواب ) د دې م صرۍ ځواب د دا دی

او

عمر د ژمي مازدیګر دی تیر به شینه ) جانانه راشه چې په پخولا شو

بریت کې ښخ شو تر دروازې پورې جوړه در سره تلمه پیزوان مې ستا په

په سر د ستا ده مزه ما ته راکوینه ( تر م شادۍ لونګۍ د جار شم

په همدې ډول دا لړۍ تر هغه راوانه وي تر ځو چې یوه ډله پړه ومني او یا خو د سحر لمر را وخیږي

چې د هغو کسانو نومونه په کله چې په وادونو کې سندرې ویل کیږي ویونکي ډیر وخت کوښښ کوي

لنډۍ کې یاد کړي کوم چې دوئ یې د ښادۍ په مراسو کې ګډون کړی لکه لاندې م صرۍ

) دا نن ښادي د اکبر خان ده *** صبا ښادي به د ګلاب غیږې ته وړمه

د اکبر خان خوښۍ لپاره *** زه به سندرې تر صبا پورې کومه

یې مور او پلار ته ورکومه ( دا نن واده د اکبر خان دی *** مبارکي به

Page 68: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

67 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

په لرو پرتو کلیو او بانډو کې ځوانان په حجرو کې سره راټولیږي او سيباتونه او میلې جوړه وي او د ټپو

په ویلو سره د ژمي اوږدې شپې رڼې کوي. هغوی هم دا د لنډیو سیالي تر سره کوي او پړه ډله د بل وار

دوه چرګانو اولا خو د لاندي غواښې په پخیدو سره د لنډیو راټولیدو مصارف په غاړه اخلي او د یو یا

په ځنو سیمو کې د غم په ورځ ) له بده مرغه اوس دا ډول ناستې ډیرې کمې تر سترګو کیږی(سیالۍ ته لار جوړه وي

هم د ویر ټپې ویل کیږي هغه داسې چې کله ځوک مړ شي نو د کورنۍ غړي يې او نور خواخوږي يې

جنو م صرۍ په ویلو سره د زړه بړاس وباسي لاندې م صرۍ ته ځیر شۍپه ژړا کې د غم

ما د اوږدې لارې شميرلې *** زه د دې لنډو لارو څه خبره ومه

دا په دنیا کړېنه ما د قیامت تمه لرله *** ظالم مرګي را نه ج

یو بل ته په مسافر او عاشقان ٬خپل خپلوان ٬اشنایان ٬لنډۍ په لیکونو کې هم غټه ونډه لري دوستان

خپلوان د یو بل په ٬خطونو کې په زړه پورې م صرۍ لیږي دوستان د خپلې دوستۍ اظهار کوي اشنایان

کار او راتګ حال بایانوي او عاشقان خپلې ٬مسافر د خپلې روغتیا ٬پیژند ګلوي او خپلوي فخر کوي

و د ریبار د دوه رنګۍ ځخه سر ټکونه د کلیوالو او غمازانو ظلمونه ا ٬کړاونه ٬ناخوالې ٬غمونه ٬ګیلې

د لنډۍ په ژبه کې لیکي. دلته یې ځو مثالونه را اخلو

دوستانو یو تر بل ځاریږۍ *** ما د مجلس یاران لیدل چې خاورې شوونه

دوستانو ما ته دعا وکړۍ *** چې مې په خپل وطن کې وشي نصیبونه

خواند نه راکوینهزما خواږو خواږو دوستانو *** له تاسو بیل یمه ژوند

کاغذا لاړ شه په هوا شه *** په مسافر اشنا مې وایه سلامونه

سالو به حالا خپل په سر کړم *** چې د اشنا وطن کې کیږدم قدمونه

په بسم الله به د اشنا کړم *** په کلیمه به د یارۍ ته راضا کړمه

اشنا زما نه مرور دی **** په ځه خبره به په خولا راسره شینه

Page 69: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

68 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

دایه ته ما ګل د ګلاب کړې *** چې د اشنا په غیږ کې پاڼې پاڼې شمهخ

وطن د زیړو ګلو باغ دی *** د مسافرو په کې نه شته نصیبونه

مسافري مې کړي نه وی *** ځان مې د سیند په اوبو وړی وی مینه

روژا به تیره په سفر کړم *** اختر ته کلي ته درځم خوشاله یمه

ژاړه *** ما چې لیکه ورته مې ډیر ژاړلي دینهچې خط مې درشي ور ته

تا ته یوه کړي ما ته بله *** رویبا د خپلې یارۍ دم پکې تړینه

قلمه زر زر پرې چلیګه *** خط مې د یار په لوري ځي ناوخته شونه

چې خط مې در شي اور په بل کړه *** چې زما مینه پکې شنه لوخړه شینه

ه کار مې نه دي بې دیدنه سلامونهسلام د راغی ته را نه غلې *** پ

کاغذ ه بخت کې تر ما ښه یې **** زما سلام دی ته به وکړې دیدنونه

خدایه دا پورې کلی وران کړې *** د دوه مینو یې ناغې تړلي دینه

تر مونږه ښکته پنجاب ښه دی *** په دوه مینو باندې نشته بندیزونه

ــې م صرـ ـ ــه ک ــه برخ ــور پ ــګ ټک ــاز او ټن ــې د س ــري د همداس ــد ل ــای او خون ــانګړی ځ ۍ ځ

ـــو ـــه بیلابیل ـــې پ ـــانو ک ـــو کســـیټونو او سي ډي ګ ـــه خپل ـــرو ســـندرغاړو پ ـــې ډی پښـــتو ژب

طرزونــو او کمپوزونــو کــې ټپــې ویــلي دي ځنــې ســندرغاړي مســتې ټپــې د مســت ســـاز

ــه ــغ پ ــې نی ــلي چ ــداز سره بل ــې ان ــه داس ــې پ ــې ټپ ــا غمګین ــې بی ــاز او ځن ــز س ــې د اتڼی سره ځن

ــه ــدونکي پ ــه د اوری ــوي او د نیغ ــدې ک ــې تان ــکو چین ــې د اوښ ــترګو ک ــه س ــوي پ ــر ک زړه اث

ـــــــــــــــــــــــــه وي. ـــــــــــــــــــــــــوان دښـــــــــــــــــــــــــتې خړوب ګری

لکــه ځنګــه مــو چــې وویــل ډیــرو ســندرغاړو ټپــې ویــلي دي خــو د پښــتو ژبــې خــوږ

ــه د ــړه هغ ــکلا ورک ــګ او ښ ــوی رن ــه ن ــو ت ــاه ټپ ــاروون بادش ــندربول ه ــې س ــه غږي ــه کل ) اول ب

ــې کر ــدې پک ــوپ کارون ــي ش ــې پټ ــم وو *** اوس م ــه غ ــه(کل ــاه را م ــوي س ــې ن ــډيو ک ــه لن ــو سره پ ــه ویل پ

Page 70: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

69 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

ژونـــدۍ کـــړه وروســـته د ټولـــو د مینـــې وړ ســـندرغاړی رحـــیم شـــاه دا ســـاه پســـې اوږده او

ــې ــې چ ــه ا ردو ک ــې پ ــوز ي ــدې کمپ ــه هم ــړه او پ ــواره ک ــانګې خ ــانګې ځ ــي ځ ــي کب ــو کب ــې ت ) پهل

ې چــې دا د یــو ښــکلي موزیــک سره ټپــې وویلــ غــم تــا *** ابي هــر پــل مــې تیــرې یــاد ســتاتي هــې(

ایـــران او تاجکســـتان پـــورې وغـــړول د هنـــد ٬وخـــت ټپـــو خپـــل وزرونـــه تـــر هندوســـتان

ـــو ـــارسي ژب ـــورو دري او ف ـــې زمزمـــه کـــړې او ن ـــاف راجـــا هـــم ټپ ـــامتو ســـندرغاړي ا لت ن

سندرغاړو هم د اوس لپاره همدومره......

چې پښــــتانه پکې اوسیږي *** زړګی مې غواړي چې پرې وشیندم ګلونه

صرۍ د دا وي *** اخیر یې مه کړې د ځوانانو مجلسونهدا اخیري م

سویډن«« ځدراڼ »» په مینه

Page 71: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

70 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

ټ ت پ ب ا

د بېلتانه په سفر ځم تږی به شمه اب کوثر جانانه راشه

ليلا په زړه راکړل د تورو گوزارونه اب و دانه مې شوه تمامه

دې پټ کوي دردونهچې تن دې روغ وي زړه الله دې تا په چا مين کړي

چې کچکول واخلم د يار در ته ودرېږمه الله درې ژر تياره ماښام کړي

په سر يې راوړه سۍينې خولې زېړ پېزوانونه اباسين بيا په څۍو راغی

هره څۍه يې ورانوي د پګړۍ ولونه اباسين بيا څۍې څۍې دی

هپه سر يې راوړه کشميري د خيال شالون اباسين راغی غاړې غاړې

نه يې شين توب شته نه هغه خوند راکوينه اپت وهلي کښت ته راغلم

د پا غوندې په دود دې سر سۍين شومه اپې اپې زلفې دې توی شوې

څوک چې د نېکو عمل کړي نېکي به وړينه اجر و جزا د عمل حق ده

تر هندوستانه پورې تا کړي جنګونه احمده خدای دې جنتي که

زړګيه تللی جانان بېرته نه راځينه راشياختر به بيا وطن ته

دا د دامان کوترو نن سره کړه لاسونه اختر پرون ؤ پرون تېر شو

د بغدادو کوترو نن راغلل سيلونه اختر پرون تېر شو عالمه

نه مې نتک شته د نه د غاړې تاويزونه اختر په منډه منډه راغی

غاړې تاويذونه نه مې اوږۍ شته نه د اختر په پوکو پوکو راغی

څوک دې په زړه دي که ډاډه وهې پالونه اختر په ورځ دې سينګار کړ

زما ديار وعده اختر دی رابه شينه اختر ته ډېره خوشالېږم

دا د ځوان عمر په بېرته نه راځينه اختر چې تېر شي بيا به راشي

دا د ځوان عمر په بېرته نه راځينه اختر د واړو مبارک شه

چې لاس او پښې دې بې حنا اور لګوينه دې تا ته مبارک شياختر

نور خلک خوشې د اختر هوس کوينه اختر له تا سره ښایېږي

ليلا به چاته سرې منګلې ښکاروينه اختر نژدې دی روژه لاړه

مبارکي به يو وبل ته ورکوونه اختر نژدې دی ياره راشه

ړ ګلونهد جنکو په سينه زانګي زي اختره ستا د برکته

ته چې دا سۍينه سينه ږدې په دېوالونه اخر به مرم پاتې به نه شم

Page 72: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

71 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

مسافر کډۍ باروي وطن له ځينه اخر به پاتې شې ميدانه

که دې هر څو پر وطنو وګرزومه اخر به خاورې شې بدنه

ما اشنا سترګې نا اشنا ليدلې دينه اخر به خاورې شې جانانه

هر څونه په زربفتو کې ساتمه که دې اخر به خاورې شې صورته

تر خاورو لاندې به شي ښکلي بشرونه اخر به دا دنيا شي ورانه

چې کبرجن جانان مې نه کوي پوښتنه اخر به کند کچکول راواخلم

که د فولادو کلا تاو له ځانه کړمه اخر به مرم پاتې به نه شم

هد ننګرهار نجونې ښېرا درته کوين اخر به وران شې پېښوره

اجازه واخله چې جوړه کابل ته ځونه اخر ته داسې درته وايم

ظالمه مه کوه په ما ډېر ستمونه اخرنی ځای دې لحد دی

بيا به د يو بل د ليدو ارمان کوونه اخيري ورځ ده راته ګوره

د مومن خان په وينو سره شول بالښتونه ادکې مورې څراغ بل کړه

نان غېږې ته اوس ورسېدمهزه د جا اذان په ځنډ کوه طالبه

که مې له سرو سترګو ويني تويومه ارام د زړه مې پرې و نه شو

پيدا به نشې که ملنګ درپسې شمه ارمان تېره ساعته ارمان

د خۍل وطن جامې مې ولوېدې له تنه ارمان ارمان خۍله وطنه

د ډکه شکوره به چاپېره تاوېدمه ارمان ارمان د دا دا کوره

چې همېشه مې د جانان کړای مجلسونه رمان دی لويه خدايهارمان ا

بيا به وطن راپسې ګورې نه به يمه ارمان به وکړې وخت به تېر وي

چې سور پالنګ درته يوازې پاتې شينه ارمان به هلته زما درشي

چې کټ مې واخلي تورو خاورو ته مې وړينه ارمان به هلته زما درشي

چې مې ځوځان په قبر وسۍړي ګلونه ارمان به هلته زما درشي

چې مې د سخات پيسو ته ونيسې لاسونه ارمان به هلته زما درشي

په ما قيامت دی چې په پولو قيامت شينه وهه راولېږه آسمانه درز

په ما راپرېوتي ذرې ذرې دې کړمه اسماني تندر شوې جانانه

ته وړينهکه اشنا راشي ما به خۍل کلي امانتي مې ګور کې کېږدئ

په ښاپېرو مې سر و کار دی وبه مرمه آواز يې اورم کتی نشم

زه د جانان لۍاره کوز ګودر له ځمه اوبه د بر ګودر خوږې دي

لیلا د يار لۍاره بر ګودر ته ځينه اوبه د کوز ګودر خوږې دي

Page 73: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

72 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

زه د مين د پاره بر ګودر ته ځمه اوبه دکوز ګودر خوږې دي

جانانه ستا لۍاره کوز ګودر ته ځمه ې دياوبه دهر ګودر خو ږ

د مينې اور سړی تر عمره سوزوينه اور چې بليږي اخر مړ شي

بیا به د سيند د غاړی نهکوم سيلونه اوښکي مې سيند غوندې بهيږی

که مې ښکاره کړه د زخمي زړګي داغونه اول به ته ورته حيران شې

پکې کومه اوس مې دوتر شو کروندې اول به کله کله غم و

اوس راته وايې چې خۍل کار کوه مينه اول دې ويل چې رامين شه

اوس مې د زړه ستنې کږې درپسې دينه اول مې فکر درته نه و

په رواجي برېتو دې مه وهه لاسونه ايمان دې ښه راته معلوم دی

په زړه دې زه وم که دې نور کول سوالونه بابا ته لاړې سوال دې وکړو

چې راته نيسې دزړې ولې بندونه اوژلی نه دیبابادې م

چې تورپېکی مې دنښتروبادوهينه باباکوچيانوته مې ورکړه

زه يې پېيمه جوړومه امېلونه باباګلان دباغه راوړه

لاړشه باباباندې مې وکړه تاويذونه بابامې نه درکوي ياره

زماجانان يې وزيارت ته تللی ونه باباولي پرکندهاردی

زه مې شيرين جانان دکن ته نه لېږمه کس دې بېرته واخلهبابوپي

مامروراشناپخلاکړبېرته ځينه بابوپيکس دې بېرته واخله

جندوله تاته سلامي راغلی يمه بابوکره زموږ وطن دی

ماته ديارغمونه اورشول ويې سومه بات دتېلوپه زورسوځي

هچې په وطن موغنم زېړ لويې کوم باچارخصت راکه چې ځمه

جانان به لوکازه بې وږي پولومه باچاهي تخت مې په کارنه دی

د غرمې خوب د شاليلا دېرې ته وړمه باد د جنت پکې لګيږي

دغرمې خوب به دليلادېرې ته وړمه باددبه په کې لګېږي

زمادياردزلفوبوی ماته راوړينه باددپغمان له لورې راغی

ن سنبالوينهياعنبري زلفې جانا باددخوتن دی راالوتی

چې ګلابي مخ دې په سترګوووينمه باددې پلوله مخه يوسه

زماشيرين اشناته يوسه سلامونه بادسبازماقاصد شه

دسهارخوب پرهلک ډېرغالبه وينه بادسبايارمې ويښ نه کړې

په وازه خوله به يې کوګل ته تېرومه بادمې ديارله لورې راغی

Page 74: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

73 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

ن مې په دماغ ولګېدنهبوی دجانا بادنن له پاسه که ښکې دی

پرهغه بادچې داشناپه لورې ځينه باده پربادمې سلام وايه

په هغه باد چي د جانان په لورې ځينه باده په باد مې سلام وايه

ژرراته وايه ګران زړګی څه حال لرينه باده دخدای روی مې دروړی

ظالمان شته دي ماويارته نه پرېږدينه باده ديارحالونه راوړه

ماته ملهم شه چې مې جوړشي پرهارونه اده ديارله لورې راشهب

هغه سلام چې باده تا راوړی ؤنه باده سلام په جانان وايه

بې نيازه يارراته په زړه راکړل زخمونه باران داوښکومې ورېږي

واورې دې نه اوري چې لارې بندوينه باران که اوري باک يې نشته

افرجانان مې نشته دالانونهدمس بارانه ورو ورو واورېږه

په مسافر اشنا مې نشته دالانونه بارانه ورو، وروپرې ورېږه

وړې، وړې جنک غره ته تللي دينه بارانه ورو، وروپرې ورېږه

ګلان شرمېږی مخ په پاڼوپټوينه باغ ته دې تګ مناسب نه دی

بلبل نری فريادکوي له باغه ځينه باغ چې دزاغ په حواله شي

پخۍله ګل يې ګل دې ستاسلام کوينه له دې تله مناسب نه ديباغ

لکه دپېغلې سينه ډکه په ګلونه باغچه په ګلوښه ښکارېږي

باغوان وختي لښتي پر باغ تړلي دينه باغچې دګلوشوې سمسورې

چې په کې نشته درامبېل چامبېل ګلونه باغوانه باغ مې دې خوښ نه شو

دتندې درته خواست داوبوکړينه ګلان باغوانه پاڅه چې سهار دی

سبادرځمه دګلاب سيل به کومه باغوانه ورشه باغ سوتره که

لکه چې مور دې نوره کور کې بندوينه دې مړه دي ښکته ګوري باڼه

ما ته دی سم د زړه په سر پو مبلی د ينه ينېکړه شيردی ورو جګ باڼه

تللی دينهد غم ويلی پکې رګونه بدن درياب زړه مې ګودر دی

په زړه دې نشته د شرين جانان غمونه بړستن دې واغوسته ويده شوې

زه دې پتنګ ستا د ديدن راغلی يمه بله ډيوه شه راته کښېنه

زه دې بهر تمبو ته لاس په نامه شومه بنګړو دې نيمه شۍه کې شرنګ کړو

چې په خالي مړوند دې سر ولګومه بنګړي نيم ښکته کړه نيم پورته

زموږ دستور دی په رڼا خوله ورکوونه پي راپول کړئ اور پرې بل کړئبو

باغوانه ستا نيمګړی نيت مې ژړوينه بورا به خدای په گلو موړ کا

Page 75: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

74 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

د کلي مينځ د لېون ورسېدنه بيا به پدې کلي رانشم

دلېون ورسېدنه د کلي منځ بيا به د کلي په منځ نه ځم

دا لاړ شم په ژړا بېرته راځمهپه خن بيا به ديار کلي ته نه ځم

بېګاه دې مور له دروازې شړلی يمه بيا به دې نوم په خوله وانخلم

باران لمده کړم اشنا پوله وليدمه بيا به نرۍ جامې ونکړم

ګودر ته مه ځه چې بې تا پاتی شينه بيلتونه چيرته چې ځی لاړ شه

کومه تېرومه زه به دا ګران عمر تر بې غېر له تا مې عمر ګران دی

سبا مې ستا په سر پانس ته خېژوينه بې ننګه ننګ راباندې وکړه

چې ته لوګی شې زه لمبه نه شم مينه بې وفا هله راته وايه

سبا مې سرو شونډو پتري نيولي وونه بېګا مې مړ په خوب ليدلی

د مينې يار مې در په در غواړي خيرونه بېګاه په خوب کې ژړا راغله

ماته چې راشي نو کلونه تېروينه په هر چا مېلمه کيږي بېلتون

ځکه هر وخت گرېوان شلېدلی گرځومه بېلتون د خلکو د خندا کړم

اوس به سلام په دوه لاسه درته کومه بېلتون دې قدر رامعلوم کړ

بېلتون شمال دی هره پاڼه رپوينه بېلتون يواځې په ما ندی

ه د لاسه ډېر فرياد کوينهد بېلتان بېلتون يوازې په ما ندی

زړه مې پښتون دی مېلمه نه خفه کوينه بېلتونه راشه ستړی مه شې

د زور دې نه يم ننواتې به درځمه بېلتونه کور دې راته ښايه

مور د ګودر د تلو نه ما منعه کوينه بیا به منګی ته ګو تی نه کړم

پولومه جانان دې لوکړي زهبه وږي پاچائي تخت مې په کار نه دی

مادې ديارله څنګه نه جداکوينه پاچائي تخت مې په کارنه دی

داسمې لارې راڼېزونيولې دينه پاس پراسمان راشه رامداره

چې دسينې په خوړ دې راشي سېلابونه پاس پراوږودې منګی مات شه

پورته اسمان کې به شين لمرشرمنده شينه پاس پربام مه خېژه کوترې

نصيب د چا يې اوبه زه درخېژومه ه ګلهپاس په کمره ولاړ

د سور سالو مير منې ما تې ګډوينه پاس په ګودر د پيغلو جنگ شو

يا به دې راوړم يا به مړ درپسې شمه پاس په ګودر ولاړه ګله

نصیب د چا يې او به زه در خيژومه پاس په ګودر ولاړې ګله

دينهلارې کوڅې د غمازانو ډکې پاس په هوا راشه جانانه

Page 76: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

75 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

د ګودر لاري راڼيزو نیولی دينه پاس په هوا راشه جانانه

چاويل ملوک دی دبدرۍ سلام ته ځينه پاس په اسمان کې ډزې وشوې

اشناويده دی مايې وکړل ديدنونه پاس په اسمان کې ستوري ښکاري

نجل وېده وای مايې وکړای ديدنونه پاس په اسمان کې ستوری زه وای

جينک ژاړي کشمالې ږاۍ وهينه ګړزهارشو پاس په اسمان کې

محمدوخوت دالله ديدارته ځينه پاس په اسمان کې مرحباشوه

زه په پوړوديارپوښتنه ترې کومه پاس په بل کوترې راغلې

يارنځوران دي يامين بېل شوي دينه پاس په بنګله کې فريادخېژې

ينهدپېښورپه برخه سېل دی رابه ش پاس په تيرااوره بارانه

مزل وهلې ځمکه ځای نه راکوينه پاس په سينه ځای راته جوړکه

نصيب دچايې اوبه زه درخېژومه پاس په کمره ولاړه ګله

بازمې رنځوردی له خولې وينې تويوينه پاس په کمره ولاړې زرکې

دسورسالومېرمنې ماتې ګډوينه پاس په ګودردپېغلوجنګ شو

ې بېلتانه نيولې دينهداکوزې لار پاس په هواراشه جانانه

په تا مې دومره دي د سۍينې خولې پورونه پاس د آسمان ستورو ته ګوره

پرتامې دومره دي دسۍينې خولې پورونه پاس داسمان ستوروته ګوره

سړی سړی نه دی په بند يې ناسته يمه پاکه مولا که ته يې واخلې

ليلادسروزروغنچه خوب په کوينه پالنګ دسرونال دزرو

نه مې خوښېږي دابې ياره پالنګونه پالنګ ديارسره ښه ښکاري

دګلوڅانګه دې پرسرولاړه يمه پام کوه واردې خطانه شې

زه بېلتانه په مرګ خوشاله کړم مينه پانس دزلفوماته راکړه

چې درنژدې شم زړه مې يخ لاندې کوينه پاولی ديخ سينه دې تخت دی

خولمردی ځان پرې نه کبابوينه ښايسته پتنګ په خاص څراغ مين دی

افرين ماته چې مدام سوزم مينه پتنګ خويوځل شهيدشوی

شموته جوړشوه په ښيښوکې مقامونه پتنګه خاورې دې په سرشوې

شمعې مخ پټ کړويلې نه دې پېژنمه پتڼ په منځ دبازارراغی

زه به ديارله غمه ولې پرڅنګ ځمه پتڼ له شمعې په څنګ نه ځي

ځکه خۍاره وزرونه شمعې له ورځينه نه زده کړه وکړه پتڼ له ما

ستاداجل شمعه په لاس کې ګرځومه پتڼه راشه که پرې سوځې

Page 77: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

76 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

بې درده يارته به ونه وايم حالونه پټ به دزړه دردونه تېر کړم

پټې به وينې لړمانه ته تېرومه پټ به ديار له غمه ژاړم

خبر نه شي مينه چې مې په درد ظالم پټ به ديار له غمه ژاړم

چې ياره پټ په پټ وکړو ديدنونه پټ د ګودر په غاړه کينه

جانان ته وايه وارخطانه شې مينه پټ کرمونه درب ډېر دي

زه د همزولو په کتار کې ناسته يمه پټکی دې کوږ په وريځو کېده

اوس د غمونو قافلې راسره ځينه پخوا به کله کله غم وو

چې کشر ورو يې بدرګه ورسره ځينه پر ګودر څه بلا لګيږی

چې شا ليلا منګی په سوری ډکو ينه پر ګودر ګڼي ونی کیږده

د ما زد يګر اوبو له ځم وا به يې خلمه پر ګودر نښه راته کيږده

چې جنک په سفر ځي ارمان راځينه پردېس ځوانانو سره خوند کړي

هپه لاره تير يدم ودی ويشتم پرګودر سۍينه سينه اوړی

ماوې دی تورو اوبو اورواخيسته مينه پرګودر سور سالو ښکاره شو

چې پرهرونه دې ګنډم خوله درکومه پرهر پرهر په توره راشې

په لامبوزن اشنا مې ډيره نازيدمه پرېږده چې خړ سېلاب مې يوسي

بې وفا ياره در په در دې لټومه پرېږده چې سۍي مې غوښې وخوري

د نيمې شۍې له ديدن نه کراريدمه کې رنګ شمهپرېږده چې سرو وينو

لور يې د کوز کلي منګي راډکوينه پلار يې د بر کلي ملک دی

لور يې د کوز کلی منګی راډکو ينه پلاريې دبر کلی ملک دی

په دې دنيا يې ظالمان نه راکوينه په ا خرت به لالی غواړم

پوهېدمه چې ناداني وه په ګناه نه په اخرت کې به نارې کړم

ستا له پېغوره مو رپه کور بند کړی يمه په اوښکو لوند ګرېوان مې ګوره

چې تاته تور کشمالي ډېر سلام کوينه په باغ کې سرې غوپ ته وايه

د خوبه نه يم د يار غم غلطومه په بام ولاړه يمه زنګېږم

د نارنج ګله ننګرهار ته به درځمه په بل وطن کې پيدا نشوې

چي د جانان په کوڅه تېر شم نشه شمه چرسو مې کار نشته په بنګو

اوس د جوارو ډوډۍ خوند نه راکوينه په پتاسو دې اموخته کړم

چې سر مې جګ کړلو ګدا د دونيا ومه په تصور مې ځان پاچا کړ

زړه ترېنه ساتم پکې ستا مينه لرمه په تن مې تور چينجي لګيا شول

Page 78: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

77 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

څوکې به دې اور وسوزينه د وربل په تناره مه ورغوړېږه

زه د دنيا نه ارمانجن راغلي يمه په تور لحد کې به نارې کړم

چې پرهرونه دې ګنډم خوله درکومه په تورو پوک پوک شي مړ مشې

تورې جنډې راباندې ودروئ مينه په تورو سترګو يې شهيد کړم

په ښو ځوانانو پسې تل وي تهُمتونه په تهُمت مه شرمېږه ياره

خفه پدې يم چې رقيب دې خۍلوينه ه جداي دې خفه نه يمپ

يا سۍينه خوله يا د بوړي توپک غږونه په جهان دوه څيزه مزه کا

اوس راته وايه چې توبه ترې اوباسمه په څه خفه په څه جدا شوې

د زړه کوڅې به درنه ولې بېلومه په خوله به جنګ درسره وکړم

زړه کوڅې درځنې کله بيلومهد په خوله به جنګ درسره وکړم

د سترګو لاندې به زارۍ درته کومه په خوله به جنګ درسره وکړم

په تا مين زړګی توبې نه قبلوينه په خولې توبې توبې اوباسم

چې خان غريب به پول يوې خاورې ته ځينه په دا يوه خبر خوشحال يم

هچې دعزت سرمايه بالكل نه لرين په داسې خلكودې بدل كړم

جن لګيا ده ځانله سترګې توروينه په ديواله مې سر اوچت کړو

جانانه تانه به يې ورو ورو صبرومه په زړه به لويه تيګه کېږدم

ستا دجفا کيسې به چا چا ته کومه په زړه دې ډېر داغونه راکړل

هله به يې وايم زه دې سر په زنګون ږدمه په زړه مې غر دګيلو پروت دی

ماته دې پول عمر دروغ ويلي دينه ې ژبه بند شهپه زنکدن د

د جنازې لاندې مې مه ځه مخ تورنه په زنکدن کې مې رانغلې

بيا تر قيامته پورې نشته ديدنونه په زنکدن مې راحاضر شه

چې په سلګو کې سترګې تاته واړومه په زنکدن مې راحاضر شه

اد اخيستی وينهما به د سۍينې خولې از په زيارتونو به جوړ نه شم

چې د محفل ياران يې تورې خاورې شينه په ژړا هغه خلک ژاړي

رب خو دې مړ کړه د لمس په ځای دې يمه په سۍينه ږيره راپسې شوې

چې دې زما غريب يارۍ ته نه پرېږدينه په سر دې کوم غماز ولاړ دی

ګناه نجل کې ده چې ړنګه بنګه ځينه په سور سالو کې ګناه نشته

سبا مې نيت دې بې صبرۍ ته ملا تړمه په صبر صبر پوره نشوه

لکه غنم د زړه په سر چاودلی يمه په صورت روغ درته ښکاريږم

Page 79: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

78 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

ځکه مې غټې غټې اوښکې په مخ ځينه په غټو سترګو دې مين شوم

لېون نه يم چې به کلي خبرومه په غم کې ستانه کمه نه يم

ړم په دېوالو رااوښتی يمهلکه ل په کټ کې سمه شه ځای راکړه

چې جنازه مې ښاپيري اوچتوينه په کشمالو کې مې حلال کړئ

شړنګار يې خيږي زولنې راته راوړينه په کوڅه تېر شوم ګناهګار شوم

ته به ولاړ يې دا به بل ته ودوينه په کوژدن شوې مئين مه شې

ست مينهما ويل دې سۍينو اوبو اور واخي په گودر سور سالو ښکاره شو

چې کشره خور يې بدرګه ورسره ځينه په ګودر څه پکه لو يدلی

ما وېل دا سۍينو اوبو اور واخيست مينه په ګودر سور سالو ښکاره شو

چاوې سالو دی وچاوې اور ولګيده په ګودر سور سالو ښکاره شو

د ډېره خاله دې زېړ ګل وشرماونه په لاره تلې کږه وږه شوې

د ظالم لورې په ګول دې وويشتمه دې راستون کړو په لاره تلې مخ

روپ دې ګډې وډې کړمه چې د اوربل په لښتي پوپ کړه بيا راپوپ کړه

په نری بادی يې وچوی مين دی کړمه په لوی ګودر دی څڼی پری ولی

په تا دې يو دا دا خبر دی زړه دې چوينه په ما دې پول کلی خبر کړ

په تا دې اور شي د همزولو مجلسونه ور کړهپه ما دې ځوانه ځواني ا

چې دې د در خاورې په جېب کې ګرځومه په ما دې کړې څه بلا ده

ځکه مې اوښکې د ملالو سترګو ځينه په مخ دې شړک د زلفو راکړو

ارمان مې دا دی چې به وړاندې وروسته شونه په مرک به دواړه سره مړه شو

اوښکې د هر چا په مخ ځينهدا لباسي په مرگ به مړ راپسې نشې

ګور ته به يوسم ستا رپلي ځوابونه په مرګ به مرم پاتې به نشم

په رنځ دې پرېوزي چې پوښتنې له ی ورځمه په مرګ دې نه مري جانان خوږ دی

اوس مې پرې سيزې چې مې يار مسافر شونه په مسافرو مې زړه نه سوو

ه ګران دي نه راځينهپه اشنا دوه قدم په ناعلاجه مرض پروت يم

بېرې دې نه خورم ما توتان خوړلي دينه په نيمه شۍه دې بېرې راوړې

د زړه تمبې مې نيمکښو پرې ايښي دينه په نيمه شۍه راشه جانانه

پښتنې ناوې به دې تور اوربل کې ږدينه په وينو سور لکه ګلاب شه

رابه شينه زه يې د ديدن په تمه يم چې په يار مې ترخې زرغونې شوې

په جداي دې لکه مالګه اوبه شومه په يارانه دې پويه نه شم

Page 80: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

79 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

د پېښور زرګره مات دې زه لاسونه پيزوان په کورمه کې جوړيږي

تر دروازې پورې جوړه درسره تلمه پېزوان مې ستا برېتو کې بند شو

د ليلا سرې شونډې خو تا ښکل کړې دينه پېزوانه ستا نه ګيله من يم

سبا اختر دی په سرو شونډو به دې وړمه انه کوز شه اوبه وڅښهپېزو

ورک ناويتوب شه چې دوه نيمې ورځې وينه پېغلتوب نيمه پاچاهي وي

زړه يې منجله کړو پری منګی راوړی مينه پیغله ګودر ته روانيږی

ما ژړوي د معشوقو دغه ظلمونه تا به په سرو وينو کې پرېدي

د دلاسې سړی مې نشته وبه مرمه ړهتا چې په مخ څۍېړه راک

د بيغلو جنګدی منګو پی ګذاره وينه تاسی دی بر ګودر ته ګوری

بنګړو ته شرنګ ورکړه چې ودې پېژمه تۍه تياره ده نه دې وينم

د جنازې بازو مې پرې نه دې مينه تر هديرې راسره لاړ شه

ځمهپه غاړه ستا دی کږه زه درسره تردې پوړي پوپک دې ځار شم

زه دې د لارې څوکيداره ناسته يمه تکل به کله د راتلو کړې

زړه چې مئين شي هميشه لمبې وهينه تنور چې تود شي اخير سوړ شي

ځکه د سترګو تور د سترګو مينځ کې دينه تورو ته سۍين خلک پيدا دي

چې دې شېدې د پښتنې رودلي دينه توره به نه کړې نو به څه کړې

زه بې وفا نه يم چي تابه هېرومه زه دې هېر کړم ته بې وفا شوې

خدای دې مئين کړه چې زما د خندا شينه ته چې په ما پورې خندا کړې

زما ويده زړګی دې ولې ويښونه ته چې زما د يارۍ نه وې

زه به په قبر کې اشنا خوشاله شمه ته چې زما قبر ته راشې

په غاړه ګرځومه زه دره وال پوپک ته د کوهاټ په غاښي راشه

ما په منګی کې پراپی راوړی دينه ته د ګودر غاړی ته راشه

په ګودر کيږی په اسانه ديدنونه ته ماز ديګر ګودر ته راشه

زه به منګی په لۍو ورو ورو ډکو مه ته ماز ديګر ګودر ته راشه

زه ستا لۍاره د وړو سلام کوومه پبر دې پول راباندې ګران دی

خاونده خدايه مېلمنه به د چا وينه پسې راکاږېپکرې د ځان

ستا دې پګي زما دې صبر په خدای وينه پګي دې وکړه پکه ياره

د جنکو په وعده نه شته اتبارونه پنګه وعده راسره وکړه

سترګو ويشتلی به رنځيږي مړ به شينه پوپک ويشلی به خدای جوړ کړي

Page 81: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

80 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

دې رامشه مينه د بې ننګ آواز پوپې ، پوپې په تورو راشې

په بخملي سينه دې نور کوي خوبونه پوپې پوپې درباندې زه شوم

بيا به په نوم د يارانې سړی رپمه پوپې پوپې زړه به راپول کړم

ميرات شې غمه په خندا دې تېرومه پول مې د زړه په سر راپول شوې

خاونده خدايه مېلمنه به د چا وينه پيکری د ځان پسې راکاږي

خ ځ څ چ ج

د دروغجن ملا دې ورک شي تعويذونه جانان په هيڅ نه رضا کيږي

که په بازار مې خرڅوي ورسره ځمه جانان زما زه د جانان يم

چې سترګې توري کړي لک ورته پرېږدينه جانان زما سره پښتو کړي

نه ورختی شم نه مې زړه صبر کوينه دیجانان مې ستوری د اسمان

اسمان چې ځمکې ته راځي قيامت به وينه جانان مې لاړو اسماني شو

ځان مرور کړه چې جرګه دروليږمه جانانه تور څادر په سر کړه

د چا خبرې دې ضرور منلي دينه جانانه ته خو داسې نه وي

دينهښايي جواري دې دبل چاخوړلي جانانه ته خوداسې نه وې

پردی وطن د مېړو قدر کموينه جانانه خۍل وطن ته راشه

په دالانونو کې دې لګي خړ بادونه جانانه خۍل وطن ته راشه

غمازان ستا په جداي اختر کوينه جانانه خۍل وطن ته راشه

که خلک ډېر دي پرې اباد دي خۍل کورونه جانانه خۍل وطن ته راشه

چې ته روان يې زه دې شمارم قدمونه جانانه دومره په ما گران يې

لکه بر يښنا چې د با رانه سره وينه جانانه دومره را سره واي

زمونږه څوک دي چې به مونږ پخلا کوينه جانانه راشه چې پخلا شو

عمر د ژمې مازديګر دی تېر به شينه جانانه راشه چې پخلا شو

ل سره کوينهپلار مې د سر سودا د ب جانانه راشه دا دی وخت دی

د زنکدن خولې په ما راغلي دينه جانانه راشه که ديدن کړي

ښکلی بشر مې په کفن کې پټوينه جانانه راشه که راتلی شې

زمونږه کډه ستاسې کلي ته درځينه جانانه زېری مې درباندې

Page 82: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

81 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

زه په غرمه د ګودر غاړی له درځمه جانانه ستا د زړه لۍاره

بېرې پولومهه په زړه شۍاله کې ز جانانه ستا ديدن لۍاره

زه د کابله په پکس راغلی يمه جانانه ستا ديدن لۍاره

يا دې څه ورک دي يا دې زه ليدلې يمه جانانه غلی غلی ګورې

چې د دنيا خواږه يې خاورې ايرې کړنه جانانه غم دې دومره خوږ دی

مينه سور اور دی وارخطا نشې مينه جانانه فکر پکې وکړه

په لاره ځې په تيګو ولې زيارتونه نانه ولې لېونی شوېجا

ستا په کوڅه مې لاس تړلی تېروينه جانانه ويښ يې که ويده يې

مرګ مې قبول دی جدايي نه قبلومه جدايي راغله لارې دوه شوې

ګودر ته راشه کور ته نه درسره ځمه جن د پلاره دی وير يږم

ې غواړې ديارغېږه كې خوبونهكه چېر ځان په ازغوباندې سوری كړه

چې پتنګان دې د زيارت طواف کوينه ځان د وطن په شمع سيزه

بيا به مخ په سۍين کفن کې پټوينه ځان دې زما په ديدن موړ کړه

لکه په وران کلي کې باغ د ګلو وينه ځان يې زړو جامو کې جوړ کړو

جانانه څله داغوې داغلي زړونه ځای د داغلو په کې نشته

اوس د تورخم په سرک ځي سرتور سرونه چا يې پلو ليدلی نه و

زه د ليلا غېږې ته اوس راغلی يمه چرګه مرۍ کې ناسور شه

چې جنک ورلاندې سترګې توروينه چنار به ولې سر لوړ نه کا

که مې د قبر مجناور شې څه دې کړمه چې په ژوندون مې په کار نشوئ

ر به د ځمکې خوب کوم چې ژېړه شمهنو چې په ښايست مې خفه کيږې

طبيبه مه ګوه زما د لاس رګونه چې په مرض مې نه پوهېږې

پس د ماښامه دې پنځډزی ګرځوينه چې پېغله لور يې په کاله وي

د هغه کور سابه جواری مزه کوينه چې پېغله لور يې په کاله وي

مونهچې ځانته ګورم په ما لا ډير دي غ چې تاته ګورم ژړا راشي

په خولې مې کېږده د سورکو شونډو سرونه چې تورو خاورو ته مي سۍاري

چې دې شېدې د پښتنې رودلي دينه چې توره نکړې نو به څه کړې

پاس په کفن باندې مې وشينده ګلونه چې جنازه مي روانيږي

نصيب تقدير مې له تا لرې ګرځوينه چې چېرته ته وای هلته زه وای

پولې دنياته ددراندۀ ګومان كوينه ځانه دروندوي چې څوك له خۍله

Page 83: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

82 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

ماچې ليکه ورته مې ډېرژړلې دينه چې خط مې وايي ورته ژاړه

چې ورونه کښېنې خويندې بل ته ورکوينه چې خويندې کښېنې ورونه ستايي

په يوه کوڅه کې سره وړاندې وروسته شينه چې د ديدن نصيب يې نه وي

انان لۍاره لاس درباندې ږدمهزه د ج چې راپسې نشې قرانه

چې ژوندون نه وي بيابه نه وي ديدنونه چې ژوندون وي جانان به راشي

په دواړو سترګو راته کيده سره لاسونه چې سا مې اوځي رانږدې شه

چې شونډي سرې کړم غمازان مې نه پرېږدينه چې سترگې تورې کړم شرميږم

انتظار يم رابه شينه د هغه وخت په چې سر زما وي څنګل ستا وي

مزه به دا وي چې ويده د عمر شمه چې سر زما وي څنګل ستا وي

زړه چې مئين شي پښتو پوله ترېنه ځينه چې سړی هر څومره پښتون شي

دکلي منع کړه چې مرمه نور يې زمونږ چې سور پرتوګ دې وکړو

د پادې خر دی سبا ځي بېگا راځينه چې عاشقي يې کړې نه وي

هغه به څنگه د ايمان دعوه کوينه عاشقي يې کړې نه ويچې

چې رانه خلاص شي برابر جانان له ځينه چې فکر بند په زولنو کړم

دېوال ته کېنم ځانته غلی وژاړمه چې کله کله راپه ياد شې

ځکه مې سوال د سۍينې خولې درته کاونه چې کلي واله مې ګڼلې

ګودر حوړ شی د منګيو کتارونهپه چې ماز د يګر شی زړه مې ښه شی

چټه له خياله منګی وړی په ګودرونه چې مازد يګر شی عاشقان ژاړی

خۍل مې لا څه چې د پردو خۍل شوی وم چې مې په جېب کې دولت ډېر و

د چا به کار و چابه هسې غږ کوونه چې مې د تورو سترګو وار و

دې پرې نه کوينهژبه يې پرې کړې چې وع چې وعده وکړې پوره يې نکړي

داسې كسانوته به ګورې كړنګونه چې وي پښتون اوپښتونكړي

زما مزار ته مخ راواړوه مينه چې هديره باندې تيرېږې

چې بې ګودره ګډ يدم اوبو به وړمه چې يوړم يوړم اوبو يوړم

ساړه ساړه اسويلي کړي باد يې راوړينه چېرته عاشق سړی ولاړ دی

ما يې په سر کې سرې غوپ ليدلي دينه ګل شيڅانګه به نن سبا کې

سبا به بوی د لونگين درڅخه ځينه څنگ ته مې مه راځه جانانه

رب دې مئين کړه چې خيرن دې ووينمه څنګه په سۍينه جامه ګرځې

لکه چې غم دې د زړه پول هېر کړی وينه څنګه د ورايه په خندا شوې

Page 84: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

83 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

ې په تا اوبه راوړينهمور دې ړنده شه چ څنګه نرۍ يې لکه لښته

يا ډېر غريب شي يا د يار له غمه ځينه څوک په رضا له ملکه نه ځي

هغه غمجن شي د هر چا د خندا شينه څوک چې په چا باندې مين شي

پس د ماښامه دې پنځډزی ګرځوينه څوک چې په شنو سترګو مين شي

ماته کيسه د صنوبر راياده شينه څوک چې د ښکلو وفا غواړي

په نورو خلکو د ړندو ګومان کوينه څوک چې د يار په غېږ کې پروت وي

لکه چنار مې په ډډ اور ولګېدنه څوک مې د حاله خبر نه دی

بيا به دخوړ په عاړه نه کرم ګلونه خا ونده دا ګناه مې معاف کړی

چې په شين باغ کې ګل ګلاب وشرموينه خال به د يار له وينو کيدم

بيا ما ورپرېده چې پرې څه نخرې کومه ه زنه کېدهخال يې په غونډ

پاس په کفن کې ) لا اله( راته ليکينه خاورې د يار د کوڅې راوړئ

جونه شفتل کړي وړکي سيل ته تللي دينه خاونده بيا دې پسرلی کړو

په ګودر جوړشو دمنګيو کتارونه خاونده بيادی مازد يګر کړ

په سر يې غرغرې منلي دينهزما خاونده پوله مې ترې ځار کړې

نه مې يار يار شو نه يې خلاص د غمه شومه خاونده څه چارې راوشوې

چې د ځوان عمر په غم کې تېرومه خاونده دا به دې رضا وي

چې نور دې ګل کړل زه غوپ ورژېدمه خاونده دا به دې رضا وي

چې دځوان عمر په غم کې تيرومه خاونده دا به ستا رضاوي

بيا به د خوړ په غاړه نه کرم ګلونه ونده دا ګناه مې معاف کړېخا

چې دجانان په مينه سل ځله مړشمه خاونده سل ځله ژوندراكړې

مرګ او بېلتون راته جوړه راغلي دينه خاونده کوم يو پکې خوښ کړم

چې مساپر شم څوک دې خير نه راکوينه خاونده ما خو داسې نه وېل

چې جنک مې شوکوي سر کې مې ږدينه ل کړېخاونده ما د ګودر ګ

چې جنکي مې شوکوی سرکې مې ږد ينه خاونده ما دګودر ګل کړی

چې جنازه يې د ارمانه سره وړينه خاونده مرګ په ځوان ورکړې

چې کلی کور يې د ځوان ارمان کوينه خاونده مرګ په ځوان ورکړې

با درځينهد لېونتوب آواز مې نن س خبر مې کله کله اخله

جانان په غشو د بڼو ويشتلی يمه خۍلو جامو سره مې خښ کړئ

چې په لنډۍ زنه يې ووهي خالونه خدايه د مور يې ورته پام کړې

Page 85: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

84 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

مئين پرې زه يم اوس يې بل ته ورکوينه خدايه دا مور يې لېون کړې

چې دا ښايسته بدرنګې ګډې وډې شينه خدايه کوچيان په کوچ روان کړې

راوړينه جنک سرې شونډې ورځي تورې ګورګورې تورې مه کړې خدايه

چې وس يې نه رسي په مخ يې اوښکې ځينه خدايه مئين څوک په چا مه کړې

چې د ليلا ګډې تړلې پاتې شينه کړې خدايه نری نری باران

زومبک زومبک څڼې مې بيا راغلي دينه خدای به دې بيا راته محتاج کړي

ماته د کلي ماشومان دوعا کوينه ې په لاس راکړيخدای به دې زلف

دسمال راواخله اوښکې پاکې کړه مينه خدای به مو بيا سره يو ځای کړي

د کوپنو ګټې په ما راچلوينه خدای په وړې جلک مئين کړم

بيا مې توبه ده ښېرې نه درته کومه خدای خو دې دا ځلې راجوړ کړه

لک به وايي چې سۍېره دی يار يې مرينهخ خدای خو دې دا ځلې راجوړ کړه

چې د سينې روپ دې ګډې وډې کړمه خدای دې په تنګه کوڅه راکړه

چې ته نارې کړې زه دې غېږ کې پينګومه خدای دې په داسې ځای کې راکړه

چې په اوږدو زلفو دې راشي سېلابونه خدای دې په سر منګی پوپی کړه

ې د تودې غېږې مې درشي ارمانونهچ خدای دې په واورو کې ايسار کړه

چې د زرګر په دوکان دواړه يو ځای شونه خدای دې د پوزې پېزوان مات کړه

زه درتلی نشم بس دوعا درته کوومه خدای دې د خولې لاړې دارو کړه

په سر به پنډې چلوم تابه ساتمه خدای دې زما کړه غونډې منډې

رانه نيمګړی پاتې شونه د جانان نوم خط مې ليکو قلم مې مات شو

وړې زما په زړه چړې منډلې دينه خلک به وايي چې وړه ده

زه چې رنځور شم د جانان تۍوس وړمه خلک تۍوس له د رنځور ځي

ما د نتک په ډنډر ډېر وژلي دينه خلک چارګل خونړی بولي

زه د ليلا په غېږ کې چا ليدلی يمه خلک دې وايي تهُمتونه

زه د جانان لۍاره غونډه روپ وړمه پتاسې وړيخلک زيارت له

ما د ليلا د لاس اوبه نشه کوينه خلک شراب وڅښي نشه شي

زه خوشالېږم چې جانان به ووينمه خلک قيامت ته خفه کيږي

زه د جانان په غم کې ډوب خوشاله يمه خلک له غمه امان غواړي

له غمه يمههغه رانغلو چې يې پروت خلک مې پول تۍوس له راغله

زما په نوې يارۍ اور ولګېدنه خلکو زړې يارۍ تازه کړې

Page 86: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

85 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

زه بې ګودره ګډيدمه لا هو شومه خلکه ګودرګوري ګډيږی

چې مې ماشوم زړګی نور نه ازاروينه شي خمارو سترګو ته دې وايه

تشه خندا د لباسې جنکو وينه خندا کوې ياري دې نشته

ينه خوله راته خيرات کې راکوينهچې سۍ خود به يې زه د در ملنګ يم

نامردې تا پکې ګني کرلي دينه خولګ دې خورم نه پرې مړېږم

نامرې پوله راپشا شه چې دې وړمه خولګ دې خورم نه پرې مړېږم

شکره نه ده چې په تول به کمه شينه خولګ مې خوره څو يې خوړای شې

درته کومه وړوکی نه يم چې ځاري خوله به په زوره درنه واخلم

په تورو غاښو مې لونګ کرلي دينه خوله به تر شونډو لاندې درکړم

منګ مې ولی ښوروی لنده دې کړمه خوله به د خدای په رضا درکړم

په توره شۍه کې دې زلفان خولي له راځينه خوله د ډېوې رڼا کې راکړه

د شکرانې چرګان يې پول خوړلي وينه خوله د ملا د لور خوږه وي

د رنځورانو قافلې درپسې ځينه خوله دې د تريو انار دانه ده

زما پرې پام دی چې موزي پرې اوبه څښينه خوله دې د سۍينو زرو جام دی

خدايه سخي نجل ته ورکړې جنتونه خوله مې غوښته ژبه يې راکړه

زړګيه بيا به دې جانان ياد شوی وينه خولې ته مې سوړ اوسېلی راغی

ډ د

چې مور دې شګې لټوي پلار دې خوړونه د اباسين څۍې دې يوسه

ګودر ته لاړه دچا ژوند خرابوينه د اسری منګولې نری غاړه

چې د همزولو نه جدا ګودر له ځمه د اواړه ستا د زړه لۍاره

ې ليک دی وران به شينهپه زړه مې ستا د مين د اوبو غړپ کولی نشم

د زړه دپاسه مې پول ولاړې دينه د بې وفا جانان د لاسه

تا څه ليدلي دي زما په زړه داغونه د بې وفا نامه دې راکړه

ځوانان ايسار کړي پالنګ تش کور ته ليږينه د تور لحد نه مې زړه بد دی

شينهيار په منگول کې گرځوم چې ورک به د تورو زلفو په ځنګل کې

راباندې جوړ کړه بيا د خاورو امبارونه د تورو سترگو ديدن راکړه

Page 87: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

86 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

ماته بې واره پۍ خوند نه راکوينه د پۍو وار راسره کېده

شفتل خورکه رنگ دې زېړ وتښتېدينه د پۍې وار درباندې راغی

جانانه ستا دمينې نه توبه کومه د پولو بدو به توبه کړم

څومره خوږې پستې خبرې پرې کوينه د جانان ژبې ته حيران يم

چې چېرته ځم زما نه مخکې وروسته ځينه د جانان غم زما سايه ده

چې دی ولاړ وي زه به بل ته وخاندمه د جانان مرگ راته اسان دی

په جنکودې سا لنډی ولګاو نه د جلا لا ګودره وران شې

وينه چېرته به ما په راست خوله درکړې د جنازې بازو مي نيسه

لوګی بهانه کړي ژړا يار پسې کوينه د جنکو کاپرې سترګې

ربه زمونږ په کور يې راولې خاښونه د جن څانګې وانګې ونه

څوک به په تورو سترګو ځان قربانوينه ه شنې سترګې خوښيږيبد چا

ما په ملالو سترگو ډير ورک کړي دينه د خۍل وطنه به دې ورک کړم

زه د هجران ښامار په زړه خوړلی يمه ې لاړېد خولې مې تورې وين

د سوال ياري ده اوس به ګډه وډه شينه د ډاره غږ کولی نشمه

جانان په غشو د بڼو ويشتلی يمه د روغيدو تمه مې نه شته

خدايه زما ريبار له ورکړې دوزخونه د ريبارانو ځای جنت دی

جنتونهخدايه زما ريبار له ورکړې د ريبارانو ځای دوزخ دی

مين په تا يم ناز د ډيرو خلکو وړمه د زړګي سره ناچاري ده

د جانان غمه د عمرونو ځای دې يمه د زړه دپاسه مې امبار شه

زه دې محفل کې د خبرو وويستمه د زلزلې پشانتې راغلی

په غم شر يکه مينه نيسه ګودرونه د زلفو تار مې اوبو دروړو

ه سر پرې درکړم باقي دار به څومره شمهک د سۍينې خولې قيمت دې وايه

شفتلو پنډو ته دې زه نيولی يمه د سۍينې خولې ياران دې نور دي

کاږه واږه باڼه په زړه ويشتل کوينه د سترګو جنګ دی ورته پينګ شه

نور دې د ژوبلو زړگو نه اخلي ازارونه د سور سالو مېرمن ته وايه

مې ګوتې تاووينهد وظيفې سره د طالبانو دا عادت دی

سبا مې ستا په تهمت دار ته خېږوينه د غرغرې ميدان ته راشه

په عاشقانو باندې مه کوه ظلمونه د غرور جام به دې نسکور شي

ته رانه لاړې زه يوازې زنګېدمه د فکر پال دې راته جوړ کړو

Page 88: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

87 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

د زړه دپاسه مې پول ولاړې دينه د کبرجن جانان د لاسه

چې خو شبوی دی د منګ د بيخه ځينه ه وکړهد کشمالو منجيل

څوک چې ياري د بې وفا سره کوينه د کوه قاف غر ته ختل دي

چېرته عاشق سړي به لاس وروړی وينه د ګلاب مينځ کې ګل وچيږي

د نجل خوی د مرغاوۍ دی رابه شينه د ګودر غاړه ورته نيسه

ه لرمهافغانستانه زغم د دواړو ن د لرې مرم د نږدې سوزم

لکه سيس چې په کمر ولاړه وينه د لنډۍ ونې نه دې ځار شم

په خندا درشم په ژړا درنه راځمه د ماز د يګر ګودره وران شی

ما په منګی کې پراپي راوړی د ينه د مازد يګر ګودر ته راشه

زه به منګی په لۍو ورو،ورو ډکومه د مازد يګر ګودر له راشه

پيغلی ابو پر ځای و يني دکو ينه ځه د مازد يګر ګودر له مه

زه د جانان مينې پخوا وژلی يمه د مرګي هسې نوم بدنام دی

د بالښت خوب ورته مزه نه ورکوينه د مړوند خوب چې چا ليدلی

مخ يې وطن ته کړئ چې سا يې وخيږينه د مساپر يار زنکدن دی

زما د يار ډله وروست ده رابه شينه د مسافرو ډلې راغلې

په اور ستي وای تهمتی نه وای مينه د ملکنډ د سر توتي وای

ګډ په ځنګل وای چې مې نه ليدای غمونه د ملنګانو سره مل وای

در دې ګرځوم تش دې راوړمه چې در په د ملنګ کچکوله مات شې

لنډۍ بازار يې په ګودر ولګاونه د منکو پو کتار يې جوړ کړو

لنډی بازار يې په ګودر ولګاونه د منګوپو کتار يې جوړ کړو

د کړس خندا دې لېونی د دنيا کړمه د ناز کتو دې اثري کړم

چې زه په هغه ځای کې وکرم ګلونه د ناستې ځای دې راته ښايه

زه په توده بړستن کې نېغه کيناستمه د نيمې شۍې راتګ دې ورک شه

ملکه وينه څوک به مين وي څوک به ورک له د نيمې شۍې سندرې خوند کا

نه وای خوراک مې په پردي وطن ګلونه د وطن تيګې مې خوراک وای

بي وفايي خو د هر ښکلي عادت وينه د وفا تمه ترېنه مکړه

نصيبه داسې سوال مې کله کړې ونه د يار يوه شوه زما بله

زه په غاړه دګودر ولاړه يمه د يدن دی سین کړه را لا هو کړه

د جنکو پسې د پيازو غوپه وړينه ديدا اوسني زلمي د څه

Page 89: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

88 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

چې د ځوان عمر په غم کې تېرومه دا به د پاک الله رضا وي

چې هر ساعت دې په جرګو پخلا کومه دا به له ما نه پوره نشي

ما درکې نښې د يارۍ ليدلې دينه دا په ځير ځير چې درته ګورم

ې تۍوسونهچې دې مين کړم اوس مې نه کړ دا خو انصاف نه دی جانانه

چې په زېړي مازديګر کډې بارومه دا خو د استا د يارۍ پس دی

دومره غمونه دريابونه وچوينه دا خو مې زړه دی چې لا پينګ دی

راشه زما په دا دا وکړه تعويذونه دا دا مې نه درکوي تاله

زه چې قدم په قدم ږدم تا يادومه دا ستا به هېر وم که په ياد وم

چې په تا راشي غوپې ماله راکوينه ترګو کې پيريان ديدا ستا په س

ما دې خدای نه لري چې تا به هيرومه دا ستا په مينه مې سوگند دی

زه به ژړا درپسې پول عمر کومه دا ستا د دوه ورځو خندا وه

چې پيشو ميو کړي دا به نېغه ناسته وينه دا سر تړلې مور دې مړه شه

د ورځې خوب کړې د شۍې تا رانه ساتينه هدا سر تړلې مور دې مړه ش

ګودر ته لاړه برګ منګی ترخکې وړينه دا سرې منګول نری غاړه

په چم کې ګرځه چې ډاډه درباندې يمه دا لېونی لېونی ګرځه

که مې ددې نه حال بدتر شي خوښ پرې يمه دا ما پخۍله په ځان کړي

ګې شنه خالونهتانه پناه دي تورې ستر دا مخامخ دېواله پرېوزې

چې هر سبا توروي سترګې ږدي خالونه دا نازولې لور د چا ده

لکه زخمی هيل په ډبکې ناسته يمه داده ګودر غاړه راواخله

لکه کو تره په مکيز ګودر ته ځينه داسري منګولی نرۍ غاړه

مدام كوه دنوروخلكوعزتونه دځان عزت كه چېرې غواړې

ی لوګی دی پېغلې زړونه وريتوينهنر ددې ګودر غاړې ته ګوره

د جنکو سره به يو ځای ګرځېدمه ددې نه لا وړوکی ښه وم

چې په لحدكې ترې چاپېره وای مینه دريغه چې زه دياركفن واى

چې شا ليلا منګ په سیوری ډکو ينه دګودر خواکې وني کيږده

ما ته کو څه کې جنکی ولاړی دينه دګودر زر اجازت راکړه

ورله روان شول د بلبلو کاروانونه غاړه به ښا يسته کړیدګودر

څا نګه دی خدای شامدام روغه لر ينه دګودر غاړه پری ښايسته ده

په سترګو ړوند شی بخملی پڼي لرمه دګودر غاړه دي اغزي کړه

Page 90: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

89 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

زما جانان پردی لار تللی رابه شينه دګودر غاړه ورته نيسم

دمر غاوی دی رابه شينهدجنل خوی دګودر غاړه ورته نيسه

ليلا دجنو ميره ده مخکې دربه شينه دګودر غاړه ورته نيسه

کړه دصبر تاويزونه زلمو په غاړه يې ناغه کړه دګودر غاړه

چې پری لګيږی د نجو نکو پلونه دګودر هر بو پی دارو دی

چې لګيدلی پری د پيغلو پلونه دګودر هر بو پی داروده

هرمازد يګر پری جو نې سترګي لګو ينه دګودر هر بوپی تازه دی

جونی پری هره ورځلاسونه لګو ينه دګودر هر بوپی دارودی

چې جونې پولی ماز د يګر سيل له راځينه دګودر هر مازد يګری ښه وې

په ګودر زانګی دکوډګرو تاويزونه دمازد يګر اوبوله مه ځه

وينهديوۀ زړګي نه بل ته لاره تللي دمينې دغه نښانې دي

دونيا به تل وي ياران کله کله وينه دونيا د يار له سره ځار کړه

ملک يې څوک دی ننواتې ورليږمه دې پورې کلي کې مين شوم

چې اخيري ديدن يې وکړم بيا دې ځينه ډول يې ودروه غمازه

سبا به وايې چې ما خوب ليدلی ونه ډيوه رڼا کړه خوله مې واخله

چيرته وختونو کې د مينې يار دې ومه کړهډيوې مې بلې په مزار

ژ ز ر

ستا د مېرمنې په سلا راغلی يمه را پسې مه غۍيږه سۍيه

پال به بهانه کړو سينې مينځ به جنګوونه راځه چې دواړه پال کې کېنو

پخلا کوينه زما ستا څوک دي چې مونږ راځه چې دواړه سره يو شو

وروست خبرې به سۍين ږيري جوړوينه راځه چې دواړه وطن پرېږدو

نه دي ياري كړم نه دې نښې ګرځومه راشه اينه دسمال دې واخله

چې عاشقي مې درمعلومه شي مينه راشه په زړه مې ګوتې کېده

ياره په تا دي که په ما دي ډېر غمونه راشه په زړه مې ګوتې کېده

زه شوگيرو د بېلتانه وهلی يمه ترګو کې مې خوب شهراشه په س

Page 91: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

90 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

چې درته ووايم د سوي زړه حالونه راشه زما په څنګ کې کېنه

که تمباکو غواړې خولګ به درکومه راشه زما په څنګ کې کېنه

که ته شرميږې لاس به زه درواچومه راشه زما په څنګ کې کېنه

سفر ځم مړاوی به شينهزه د هجران په راکړی ګل دې بېرته واخله

د بېلتانه په جوارګرو واوښتمه رامعلوميږي يار مې بايلود

چې د غرور کنډول دې دړې وړې شينه رب دې په مخ ږيره ښکاره کړه

ما ستا په سر باندې اخيستي تهُمتونه رب دې زما کړه خۍله ياره

ما يې د غېږې لونګين خوړلي دينه رنگ به مې ولې نه توريږي

په ما يې کړي د زعفرانو تاويزونه به مې ولې نه ژيړيږي رنگ

چې مې اشنا د ماشومانو خوی کوينه رنګ به مې ولې نه ژړيږي

کم عقله مور مې د زېړي دارو کوينه رنګ مې په تاپسې ژيړيږي

چې مرور اشنا به څه ويلي وينه ريبار مې ډېر ګړندی راغی

ې بند دې ځان ته وتاړنهلېږلی ما و ريباره خدای دې سزا درکړي

جانان ښايسته دی که خدای زه لېون کړمه ريباره ښه سوچ پکې وکړه

تل به اشنا په سفر نه وي رابه شينه زړگيه صبر شه مه ژاړه

ديارسرې شونډې په پلمونه هيروينه زړګي ته ډيرې پلمې اوکړم

اوس معشوقې په زړه داغونه لګوينه زړګيه پام چې مئين نه شې

اشنادسۍين مخ نه نقاب پورته کوينه زړګيه ځان ورته تکړه کړه

د کږو وريځوپه خنجرخورې ګوزارونه زړګيه خدای خبرکه روغ شې

د يار کوڅه کې د ديدن غواړم خيرونه زړګيه دا دې زما حال کړ

په هغه ګل چې نازيدې د بل چا شونه زړګيه صبر دې په خدای شه

انان په غټو خلکو ځان حسابوينهج زړګيه صبر دې په خدای شه

که صبر نه يې له ګړنګ دې غور ځومه زړګيه صبر شوې که نه شوې

څوک چې سرې شونډې ښکلوي رنځور به وينه زړګيه صبر شه مه ژاړه

ستاپه ژړااشنادنازخنداکوينه زړګيه صبرشه مه ژاړه

د جانان کلي نه پرون را غلی ېمه زړګيه مه يې رانه غواړه

نن واړه ښکلي د لباس خندا کوينه مينه پکې نشته زړګيه

چې په سيخونو دې پومبي په اور دې ږدينه زړګيه هلته پاتې کيږې

اوس رانه غواړي دپردۍ څنګل خوبونه زړګی زماروغ ليونی شو

Page 92: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

91 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

د خدای لۍاره بندي ښه ساته مينه زړګی مې تاسره بندي دی

ه يې ګنډمهدياردزلفوپه تاروب زړګی مې پول پرهرپرهردی

زيری به ورکړم که جانان موندلی وينه زړګی مې نشته چيرته ورک دی

چې چېرته خوښ شي هلته واړوي بارونه زړه په مثال دسوداګردى

کدو خو نه دی چې به ونيسي ګلونه زړه خو مې يو و چې تا يوړو

ستا په وړو خبرو دړې وړې شينه زړه مې په توپو نه نړيږي

د تورو غرو مزل کوم ژړا راځينه و غرو مين دیزړه مې په تور

د شنو جنډو زيارت ته ځم چې رضا شينه زړه مې په شنو سترګو مين شو

که نصيحت ورته سبا بېګاه کومه زړه مې د خولې په وينا نه دی

چې ديدن ته کړې زه عبس غم تېرومه زړه مې د سترګو ګيله من دی

چڼي پکې خالې جوړوينهد غم چي زړه مې دورانې کلا برج دی

چې دچرمو کميس دې رکګ په وينو شينه زړه مې دې ستا په غيږ کې وچوي

په نيمه لار کې رانه غواړي ديدنونه زړه مې ماشوم دی نه پوهيږي

لکه ديوال چې زلزلې وهلی وينه زړه مې نري درزونه وکړ

ګارو ينهد ماز د يګر ګودر له څی ځان سن زلفی يې بیيا پر مخ خوری کړی

د ليلا سرې شونډې پېزوان خوړلي دينه زما پرې هسې نوم بدنام شو

که خوله مې درکړه لېونی به شې مينه زما په تشه خندا مسته

دا مې کلام دی چې اشنا د پولو يمه زما په پول محفل سلام دی

جانانه ستا سترگو ته شۍې سبا کومه زما په دې وطن کې څوک دي

که زه به يې ستا په مينه بل ته غړومه کې دې گل شيزما په سترگو

اوس به بخيلې مور ته څه بانه کومه زما په سر دې منګی مات کړ

که مې د ننګ ګول په شا خوړلي وينه زما په مخ لاړې راتو کړئ

د پيرنګي سره نوکر دی تور به شينه زما جانان د کوچو سۍين دی

تې ميرزايي راته کوينهنرۍ يې ګو زما جانان ګل د پروتې

عالم پرې پول دی ماله ځای نه راکوينه زما جانان ګل د خاپول دی

چې په کتاب د سکندر ګورم فالونه زما د ځايه نصيب کم دی

پروردګاره زما واوره فريادونه زما د حاله خبرداره

هېر به مې نشي که مې خاورې شي هډونه زما د زړه په سر يې ليکه

ته په تنکو څانګو کېنې ماتې به شينه توتي کم عقله زما د زړه

Page 93: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

92 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

نه دې دارو شته نه دې حال ويلی شمه زما د زړه ناچاره رنځه

رب دې سۍوږم کړه چې دې وکړم ديدونه زما د لرې وطن ياره

غمازه ما درسره څه بد کړي وونه زما د مينې کور دې وران کړو

هر ځای کيږي صفتونه د سور سالو دې زما د وينو رنگ دې ورکړ

د سلو کالو مرور پخلا کوينه زما د يار داسې خندا ده

په تا دې اور شي د همزولو مجلسونه زما دې ځوانه ځواني اور کړه

نری نری زړګی به ستا راپسې چوينه زما دې څه وکړل چې لاړې

په طبيبانو به جوړه گرځو مينه زما دې زېړی شي ستا دې تبه

ته لېونی شوې زه دې هم لېون کړمه ېونيهزما لاليه ل

لکه مرغ په بوپو شۍې درته کومه زما نه پاتې شوې وطنه

زه د جانان مينې د علمه وويستمه زما همزولي ملايان شول

خلك شاهان شول زه كچكول په غاړه يمه زماسۍېرۀ قسمت ته ګوره

ه راځينهيا وخت خراب دی چې ګودر له ن زموږ د کلي نجونه مړي دي

دا ستا جوړه به له بخملو جوړومه زه به شړۍ له ځانه تاو کړم

خو شينګو دې تنور نه لمبه کوينه زه به نوکره ورله بوځمه

د دروازې په ځنځير ځان مشغولوينه زه په عاشق سړي پوهېږم

يا يې رنګ زېړ وي يا يې شونډې وچې وينه زه په عاشق سړي پوهېږم

پردی وطن دی څڼې تشې ګرځومه ه ومزه په ګلونو اموخت

د کلي نجونې په سيال راسره ځينه زه چې دا سور سالو په سر کړم

د کليمې سره دې سمه يادومه زه چې سهر د خوبه پاڅم

اول سلام د کبرجن اشنا کومه زه چې سهر له خوبه پاڅم

اوس چې زلمی شوم د غمو پيکه دار شومه زه چې ماشوم ومه پاچا وم

چې د پښتون قام د راتلونکې غم کوينه ه دې قربان تر هغه چا شمز

زما يې خوښ دي دا شلېدلي ګرېوانونه زه لېونو سره خوشال يم

چې شوه مينه ډېر يې وليدل غمونه ژوند کې يې غم ليدلی نه و

پول هوښياران يې په غزت كې تيروينه ژوندون خوغټه سرمايه ده

Page 94: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

93 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

ښ ش س

باد به پوښتم چې يار مې څه ويلی دينه سبا به لوړ چنار ته خيږم

غولی جارو کړه چې په شړ مې وينې ځينه سبا مې ستا په تهمت وژني

يار مې د ګلو لو کوي ګوتې ريبينه سۍوږميه سر وهه راخېژه

شا راواړوينه چې شين خال زلفې په سۍوږم به ډېره شي حيرانه

که مساپر په سيند ګډېږي غرق به شينه سۍوږم په غره راپورته کېږه

په سۍين مړوند باندې مې ونه کړل خوبونه سۍوږم راوخته رنا شوه

جانان مې مه رسوا کوه ماته راځينه سۍوږم سلام به درته وکړم

ماته ګېلې له بېلتانه ولاړې دينه ستا به ګيله له ما نه کيږي

د زړه په وينو به دې شونډې رنګومه ستا په بڼو مې زړه زخمي شو

اوس به رنګ شوې جامې چېرته زړومه ستا په تهُمت مې جامې رنګ شوې

ما ژړوي د رقيبانو پېغورونه ستا په جفا مې پروا نشته

په ما پرتې دي تورې خاورې امبارونه ستا خو به تمه د ديدن شي

زه د تهُمت رس په غاړه کې ګرځومه زېړ شو ستا خو په يو تُهمت رنګ

زما شړۍ ده ستا به کله خوښه شينه ستا د ګيلاس پشان غړۍ ده

چې تور لحد کې دې ونه کړم ارمانونه ستا لوپټه زما کفن شه

جانانه مه كوه په ماباندې ظلمونه ستادښايست دوران به تېرشي

پشان تړلې ګرځومه اوس به ی د باز سترگو مې زړه ته نقصان پېښ کړ

دونيا هوښياره ده رسوا نشو مينه سترگې په چل غړوه ياره

کنجک باڼه يې په زرګر جوړ کړي دينه سترگې خو تا ورکړې خدايه

ما درته کله د يارۍ ويلي دينه سترگې دا ستا سترگې زما دي

شونډو له رنگ د دنداسې ورکړه مينه سترگې دې تورې په رنجو کړه

سوداگر گرځي غټې سترگې خوښوينه تورې کړه راووځه سترگې دې

دناغه دارو سترګو څوک طاقت لرينه سترګو دې بيا ناغې پيدا کړې

اوس راته ښايه د بڼو اشارتونه سترګه وهل مې درنه زده کړل

کنجک باڼه يې په زرګر جوړ کړي دينه ورکړې خدايه سترګي خو تا

دره را ختم ودی ويشتمهچې د ګو سترګي دي ډکي تو مانچي دي

په پول مهالت کې همدا زه په ګوته شومه سترګې به هر چا تورولی

Page 95: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

94 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

اوړكي بازان دي غټې سترګې خوښوينه سترګې په چل غړوه ياره

شونډو د غم نه وچ پتري نيولي وينه سترګې ديدن وکړي مړې شي

د تورو سترگو سوداگر راغلي دينه سترګې دې تورې کړه راووځه

د سترګو جنګ د بڼو لاندې خوند کوينه ګې دې ولې واړولېستر

چې بې وفا ته غړېدې مين يې کړمه سترګې مې اوباسئ لايق يم

دا ګډې وډې سترګې ډمې توروينه سترګې نرۍ تورې مزه کا

بيا دګودر په لاره مسته ياره له ځمه سترګی هوس صراحی غاړه

د يارۍ سوي داغونه فرهاده ګران دي سر په تېشه وهل اسان دي

پردی وطن دی پکې نشته بالښتونه سر لاندې غټه تيګه کېده

د مسافرو سلام کله کله وينه سلام زما په ځان منظور کړه

په ما خولې د زنکدن راغلي دينه سورت ياسين راباندې وايه

چې مي سخت د زنکدن اسانې شه سورت ياسين راباندې وايه

ګودر ته لاړه عاشقان ر نځورو ينه غاړه شال يې په سر اوږی په

لکه پا چا ورته پيري ولاړی دينه شاه دګودر له لوری راغله

زما نړ يږی د زړګی پا خه برجونه شاه دګودره روانيږه

لکه د بڼ مر غ وړه شنه يې خالونه شاه دګودره روانيږه

په اردل کې سيهل ورسره ځينه شو ماز د يګر ګودر له لاړه

لکه هو س په لاره اخلی قد مو نه و ماز د يګر ګودر له لاړهش

خۍلو همزلو سره کوز ګودر له ځينه شو مازد يګر ځان يې سنبال کړو

چې د پېزوان سوری پرې اوړی ژمی وينه شونډې به يې ولې پستې نه وې

مور يې د زېړې غوا غوړي ورکړې دينه شونډې به يې ولې پستې نه وې

زه د هجران په سفر ځم تږی به شمه کړه ماته يې راکړهشونډې شربت

کنه ما کند کچکول تړه درپسې تلمه ښه ده چې ته له خيره راغلې

چې ملامته درته زه نه شوم مينه ښه ده چې ستا له لورې وشوه

که چېرې غټې وای خوړلی به دې ومه ښه ده چې سترګې دې وړې دي

زړه د سره مې لمبې خولې له راځينه د ښه ده چې شونډې مې اور نه اخلې

د شرم باز به مې په ولو ګرځونه ښه دی چې ستا د يارۍ خلاص شوم

Page 96: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

95 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

ق ف غ ع ط

په کتاب پروت يې يادوې شينکي خالونه طالبه خدای که به ملا شې

زه خو اشنا د زړه په سر ويشلی يمه طبيبه لاس مې څله ګورې

سوی په اور وي معشوقې رپلی وينه عاشق سړی له رنګه تور وي

باران په تيګو باندې څه اثر کوينه عاشق کم عقل دی چې ژاړي

څوک چې د لال تمه کوي ښامار به يې خورينه عاشقي لال بېلتون ښامار دی

ولاړه وينهچې معشوقه يې په طرف عاشقي لويه پاچاهي ده

بس کړه چې زما په ځوان اور ولګېدنه عاشقي مه کوئ عالمه

خدايه په در کې به دې څه کم شوي وونه عاشقي وای جدايي نه وای

ما پرې اخيستي دي د کلي تهمتونه عالمه څنګه ترې توبه کړم

ما د مجلس ياران ليدل چې خاورې شونه عالمه يو تر بل ځاريږئ

مرګ راپسې دی نيمه خوا به پاتې شونه ځاريږئعالمه يو له بل

زه د جانان مينې پخوا وژلی يمه عزرايل هسې ځان بدنام کړ

په تار د زلفو دې ليلا ورکړه پکونه عطر مې پورې په کفن کړه

ستا دې قسم وي چې ما هېر نکړې مينه عمر چې تېر شي اشنا هېر شي

په تا ولاړی د ينهزما د زړه ستنی عمر دی ډير شه خۍله ياره

حسن د ژمي مازديګر دی تېر به شينه غرور په حسن ناداني ده

تا رانه زړه په رڼا ورځ وتښتوونه غل خو په توره شۍه کې غلا کړي

ته کله کله غم دې تل راسره وينه غم دې دا ستا نه وفادار دی

ينهبې غمه خدای دې عاشق تل په غم کې و غم دې راځي زه پرې خوشحال يم

په غم مين په غم به تور لحد ته ځمه غم کې پيدا په غم کې لوی شوم

چې ليلا خاورې درکوي تړه پنډونه فقيره کبر پکې مکړه

چې مرور جانان په ګور کې پخلا کړمه قبر مې څنګ کې ورته جوړ کړئ

په خُمارو سترګو مې پرېوتل ګردونه قبر مې لوڅ کړه حال مې ګوره

زه خو دې بس د ښکلي مخ ديدن کومه ې چې پټ ګرځېقرضدار مې نه ي

Page 97: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

96 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

د تش ديدن پسې دې اوښکې تويومه قسم په خدای باور پرې وکړه

څوک تر قيامته پورې نه کوي خوبونه قسمته خدای لۍاره ويښ شه

ل ګ ک

کې شته دی پښتانه ببر برېتونه کابل کابل ته مه وايه چې وران شې

د نن زمانې يار دی پګ به وينه کاغذ ليکلی ترېنه واخلئ

چې دماښام په ډوډی ناست وې وژاړينه کاغذه داسي وخت کې ورشه

اول ترې ځار شه بيا پرې وايه سلامونه کاغذه لاړ شه په هوا شه

په عاشقانو باندې وايه سلامونه کاغذه لاړ شه په هوا شه

له خنداشين شه بيا پری وايه سلامونه کاغذه والوزه شاهين شه

مياشت د بادرو ده لېونی به شې مينه کټ د بل سوري ته راوړه

د ځوان پول عُمر پدې کې تېرومه کفن مې کلک وګنډه مورې

کله دې مينه په درندو کاڼو تلمه کله دې غم راباندې بار شي

ذيګركې به ضرورهلته درځمهپه ما كوڅه كې اودريږه شيرينې

دخوار مين ديدن ته سترګې غړوينه كوڅه كې بياليلاولاړه

دچاتصويرته سۍينې اوښكې تويه وينه كوڅه كې ژاړي په سلګوشوه

څوك به خبرشي اورسوابه شومينه كوڅه كې ښكته پورته مه ځه

د بام په سر يې کشمالي کرلي دينه کور يې په کلي کې معلوم دی

بيا مې د بنګو پيال مه بوله مينه ه مې روغ لېونی نه کړېت که

خدايږو لاليکه بې ننګ ته دې ساتينه که په ميوند کې شهيد نه شوې

په وطن جنګ دی جانان نه منع کومه که تور اوربل مې ميراتيږي

د ګودر غاړه اجاره واخله مينه که ته ر يښتيا پر ما مين يې

د خومارو سترگو به اوباسم سيخونه کړېکه ته مې روغ لېونی نه

چې مرګ دوبولي په تابه ګوته ږدينه كه ځان په سلورنګوجوړكړې

د جانان مينه به يې کوڅو کې ګرځوينه که څوک باچا د زمانې شي

دومره به پاتې شي چې تا پرې ځورومه که د ځوان دوران مې تېر شي

Page 98: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

97 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

ول د سرو اخيستی ونهما به جانان په ت که د دولت ناچاري نه وای

ګرانه وطنه جنک به دې ګټينه که د زلمو نه پوره نشوه

زه به منګ په لۍو ورو،ورو ډکومه که د يدن کړی ګودر ته راشه

زه به ډوډۍ په تناره وځنډومه که ديدن غواړې راته ګوره

کور کې څوک نشته زه يوازې ناسته يمه که ديدن کړي تلوار راوکړه

غريب سړی وم خۍل ژوندون به مې کوونۀ راته نه وایکه دې خندلي

د ګودر غاړه اجاره واخله مينه که دی زما ديدن ياد يږی

سترګو ليدلی جانان کله هېروينه که زړه ته سل تسلي ورکړم

په ما مين زړه مې توبې نه قبلوينه که ستا نه سل ځله توبه کړم

ر پېزوان ويلي دينهماته جانان د سو که سږنی اوړی خدای وکړي

که ديدن غواړې خدای ته پورته کړه لاسونه که سلام غواړې خط به درشي

خلک ياري د لېونو سره کوينه که لېونی يې زما خوښ يې

جنک کله مرور پخلا کوينه که مرور شې ځان به خوار کړې

د تورو خاورو مساپر کله راځينه که مساپر شي بيا به راشې

چې بې ګناه يم سر مې ولې غوڅوينه ما دې مړ کړيکه ملامت يم

د ماما ګانو به دې زنې ونيسمه که مور او پلار دې خدای رضا کړل

په شين چمن به مې منګی نه ماتېدنه که مې نصيب د بدو نه وای

رامبېل چامبېل يې نوکران نيولي دينه گلاب د اصله شهزاده دی

دپاسه چتر جوړومهزه د اوربل گلونه ډير درسره راوړه

ليک به باقي وي موږ به تورې خاورې يونه گوتې قلم ته په ژړا شوې

ما په منګي کې پراپې راوړي دينه گودر ته ځم راپسې راشه

مشره ويشل کړي کشه غشي ورکوينه گودر ته دواړه خويندې راغلې

نوره مې مه اخله دخوږ زړه ازارونه گوره ښېرې به درته وكړم

که مې يو ځل د سور پالنګ ملګری شينه ډېرې ورته وکړم گيلې به

په غم شر يکه لا ليه نيسه ګودرونه ګل مې د لاسه اوبو دروړ ه

وزیر هميشه د خۍل پاچا سلام کو ينه ګودر پاچا منګی وزير دی

چې مات منګی جنک زما په قبر ږد ينه ګودر په سر مې قبر جوړ کړه

چې مات منګی پيغلی زما په قبر وينه ګودر په سر مې قبر جوړ کړی

يوه شيبه به دی په شه زړه وو ينمه ګودر ته ځم را پسی را شه

Page 99: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

98 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

زه به منګی په لۍو ورو،ورو ډکومه ګودر ته ځم راپسی راشه

وخت مازد يګردی چې پری وکړو د يدنونه ګودر ته ځم راپسی راشه

نه راکو ينه ګيبی ګيبی پرتو ګ دی لاره ګودر ته ځی په مخه راغلې

يوه يې ويشتل کا بله يې غشي پو لو ينه ګودر ته دواړه خو يندي راغلی

پکې پښيږی شنی پاخی کټه بازونه ګودر د غدونو څه کم نه دی

مازد يګري پکې وی اخترونه ګودر دی عمر له اباد وې

په دی بهانه د حانان وکړم د يدنونه ګودر دی عمر له ودان وې

ليلا همزولو سره قينج مکيز کو ينه ازد يګر دیګودر شو ګرم م

د چا د زړه په دنيا اور ولګيد نه ګودر کې سری لمبی شوی پورته

په سرو منګلو به يې جانان له ورکومه ګودر له ځم چې اوبه راوړم

سۍو ږم زړه شوه اوس تیاره کې ياره ځمه ګودر له ځم چې مانګی مات کړم

چې مې جانان کر لې لاره کې سره ګلونه ګودر له ځمه خو شحا ليږم

ما په منګې کې پراپي را وړی د ينه ګودر له ځمه را پسی را شه

پاچاهی لارکې د خيال مه ږده قد مونه ګودر له ځی او پښو ته ګوري

ګو له ماری د خمارو ستر ګو کو ينه ګودر له غبرګې خو يندی راغلی

لۍو ورو،ورو ډکومهزه به منګی په ګودرته ځم راپسی راشه

د خيال کاته کوی په اور يې ستی کړ مه ګودرته څی ناوخته کيږی

يا خو لګ راکړه يا منګی در ماتو مه ګودرته راغلی برابره

رنګ رنګ پکې وی د خو بانو محلسونه ګودرکې هره ورځ اختر وې

منګي په سر ورله راځی جو نی سيلونه ګودرکې هره ورځ اختر وې

د پيغلو جنو سيل کوی حيران دی کړمه خت دی غلبه دیګودره ب

په سور سالو کې ليلا ستا خواله را ځينه ګودره پول درته لو ګی شم

منګي مې دوه دي نری ملا مې ما تو ينه ګور له ځم را پسی راشه

بې وفا يار راباندې ډېر کبر کوونه لاړم د خۍل وطنه لاړم

حق دي دجانان زلفوسرونهداسې مې لكه كابل دافغان حق دى

نه ادا کيږي قضا شوي ديدنونه لمونځ چې قضا شي بيا ادا شي

کم عقله ياره د پردو اختيار کې يمه له مانه ولې ګيله من يې

Page 100: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

99 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

ي هـ و ن م

مو نهګو ندې ملا له پر ما کيږدی قد ما په ګودر د جنو ښخ کړی

نور دې په تورو زلفو مه وهه لاسونه ما خو د ليرې نه صحي کړې

د سبايي اور يې بليږي دوی ترې ځينه ما د کوچي د عمره ځار کړې

زما جانان به پکې مخ مينځلی وينه ما د کونړ د سيند نه ځار کړي

چې جنک مې مات بنګړي په قبر ږدينه ما د ګودر په غاړه خښ کړئ

نصيب زما د لارې مل راسره ځينه نه تېښته وکړه ما د نصيب

چې جنک مې مات بنګړی په قبر ږد ينه ما دګودر په غاړه ښخ کړی

د جنکو په وار پيدا ورکه دې کړمه ما دې پوپ په سر ګڼله

چې ماز د يګر په ګودر وشی د يدنونه ما زد يګر تل لری خاونده

دی نری ملا مې ما تو ينه منګي مې دوه ما سره سم ګودر له لاړ شه

ما د لنډيو سيۍارې ويلي دينه ما سره سمه سيالي مه کړه

زه وم نادانه په يارۍ نه پوهېدمه ما له مې وړی زړگی راکړه

چې يوه خبره دوه ځلې راته کوينه ما له وړوکي ريبار ځار کړې

د اختر پال يې هر سړی دې زنګوينه ما ويل يوازې زما يار يې

قسم دی ياره بې نېټې نشته مرګونه د غمه به دې مړ شم ما وې

سرتور ولاړ وې له ښېرو دې وېرېدمه ما يارانه کله کوله

ده به د خور سترګو ته ډېر کتلي وينه ما يې د ورور د سترګو ځار کړې

دا د ورور سترګي يې د خور په شانته دينه ما يې د ورور د سترګور ځار کړې

چې په کوڅه کې پښه نيولی شې مينه دن بس دیماته دې دومره دي

چې زه ده خۍلې ځوان وير پکې کومه ماته رباب په لاس کې راکړئ

خورې ورې زلفې په بام ولاړه ومه مازديگر چېرته وې چې نه وې

منګي په ولو دګودر غاړی له ځينه مازديګر پيغلی ښی اغلی

ايمان کوې سوالونه ديدن دې پرېښود د مازديګر لمونځ دې قبول مشه

نوی مين وم په دیدن نه مړيدمه مازديګر لمونځ رانه قضا شو

خلکو زما په حق کې پورته کړئ لاسونه مازديګری دی سوال قبليږي

ستا به عادت وي ما به ورک له ملکه کړينه مازديګری دی ښېرې مکړه

چې پرې مين وم ترې چاپېر مې کړل لاسونه مبارکي راکړئ عالمه

Page 101: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

100 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

د تهمتونو سره يار قبوله کړمه مبارکي راکړئ عالمه

نادانه زه نادان مې يار ورسېدنه مبارکي راکړئ عالمه

لمونځ مې بانه کړ د اشنا ديدن کومه مخ په قبله مې د يار کور دی

د لونګين نه يې ځونډي ورک شوي دينه مخې ته راغله راته ژاړي

بل مې ډېر دي ارمانونهيو مې ځواني ده مرګيه دومره صبر وکړه

ما وېل سلام هغه وېل کور دې ورانومه مرګی په تنګه کوڅه راغی

چې د نجل د دادا يخ شي اندامونه مړ مې د يار په کوڅه يوسئ

زه پښتنه يم په نامه دې ناسته يمه مساپري په بې غمي کړه

راځه راځه روزي به خدای رارسوينه مساپري دې ډېره وکړه

باران به اوري څوک به ځای نه ورکوينه خته خواري دهمساپري س

خواره دې مور شه چې سفر ته دې ليږينه مسافر ته شوې خواره زه شوم

چېرته به يې خويندې د دين په تمه وينه مسافر مه وژنئ عالمه

زه دې په سۍينه خولې ويده پرې ايښې ومه مسافري دې روزي مه شه

اوباسه چې دې تلې ښکلومهپيزار مسافرۍ خوړليه ياره

قربان قربان دې د زړو جامونه شمه مسافرۍ خوړلی راغلی

چې تش وطن رايادوم ژړا راځينه مسافرۍ مې زړه نری کړ

اول خوله درکړم که دې جېب ولټومه مسافرۍ نه ستړی مشې

مرور ګرځم څوك مې نه پخولاكوينه مسلماني په چاكې نشته

و دې خير پول کړو بل دې وکړل ديدنونهي ملنګه دوه ګټې دې وکړې

اول دې ښکل کړي بيا دې غېږ ته خېږوينه منگيه بخت ته دې حيران يم

زه د اوبو لۍاره کوز ګودر له ځمه منګي کې موری اوبه نه شتهخ

د شيطا ن منګی په لۍو ډکو ينه منګي يې پول په ډنډ غو په کړل

منګی په لۍو ډکوينهد شيطان منګي يې پول په ډنډ غوپه کړم

دغه يو ځای دی چې بری کيږی د يدنونه منګی به تخرګ ګودر له ځمه

لور يې په سۍينه روپ خوله نه ورکوينه مور يې د کلي شومړې غواړي

لور يې د لارې مېلمانه راستنوينه مور يې د کلي شومړې غواړي

لی وينهزيارت له تلې چا به يې مخ ليد مور يې ماڼو ورته لوګی کړې

په ما مينه نجل بل ته ورکوينه مورې توپک کمربند راکړه

ماله کوژدن چا کره وکړه زوړ دې کړمه مورې د مخه دې شرمېږم

Page 102: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

101 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

چې تور پېکی مې د هلبند شمال وهينه مورې کوچيانو ته مې ورکړه

کنډک کنډک مستې به خورم غټه به شمه مورې کوچيانو ته مې ورکړه

په مامينه جين بل ته وركوينه ې راكړهمورې لنډۍ توپك م

په دين غزا ده زه خۍل ځان شهيدومه مورې لنډۍ توره مې راکړه

چې تمامي عمر په صبر تېرومه مين زړګي ته مې سلام دی

مونږ کره مه راځه چې زړه دې صبر شينه مينه په تګ راتګ زياتيږي

م مينهکله راځه کله به زه درځ مينه په تلو راتلو زياتيږي

په مينه مينه دې کتل مين دې کړمه مينه د مينې پيدا کيږي

په مينه مينه دې کتل مين دې کړمه مينه د مينې پيدا کيږي

زموږه زړونه غريب وژلي دينه مينه دروغو زړونوكاردى

په تا يوه خبره راغله هېر دې کړمه مينه کې هر څه هر څه کيږي

ره ځم خۍل او پردي نه پېژنمهپه لا مينې دې داسې لېونی کړم

هله به يې واورې چې زه تورې خاورې شمه نارې وهم نارې مې نه اورې

چې په سرکو شونډو دې راشي سېلابونه نجل په سر دې منګی مات شه

ورسره کوږ شومهد پانډه ولوېدمه نجل د بام په سر کږه شوه

ورکړې دينهد کونډې لور ده مور غوړي نجل کږه شوه ماته نشته

يار يې نيستمن دی په ژړا له ملکه ځينه نجل که پوکی د بخمل دی

کم عقله مور يې ورته سترګې توروينه نجل وړه د يارۍ نه ده

پېرزو مې نشي تور پيکی په خاورو ږدينه نجل ولاړه په لمانځه ده

د چا په نوې يارۍ اور ولګېدنه نری نری لوګی ترې خيږي

موږلاتراوسه وړوپه خروباندې بارونه رسيدلېنړۍ مريح ته

نښې دې څه کړم چې دې سترګې نه وينمه نښې دې ډېرې ما سره دي

مورې زما په نصيب مه کوه جنګونه نصيب مې خۍل دی رارسيږي

تنديه مات شې تاکې څه ليکلي دينه نصيبه وسوزې ايره شي

وله مينهخدای دې ناڅاپه چيرته را نن خو مې ډير ياديږې ياره

ليلا ولاړه ده په زړه ويشتل کوينه نن د ګودر په لاره مه ځه

مبارکي د نوي کور راکړه مينه نن مې د قبر خواله راشه

نه به زما زړگی د غمه خالي شينه نه به انځر د ورځې ګل شي

د دادا کور کې دې زړه کړمه ظالمه نه دې د ځان نه دې د بل کړم

Page 103: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

102 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

چې ستا دې ډېرو ناکردو ته وګورمه لاړ وایوايم چې داسې ځای ته

يار بې وفا شو ارمانې به ګودر له ځمه وخت د ځوانې مې نيمه خوا شو

تاو کړي غشي مې د غم خوړلي دينه ودرېدی نشمه غورزيږم

خلک ويشتلی مرغ ژر پورته کوينه ودې ويشتم پورته دې نه کړم

پولې ورانوينه بخت د هغه دی چې يې وربل يې پوړې پوړې راغی

چې بې ديدنه دې ساته لېونه شونه ورشه د يار خبر دې واخله

د زنې سر مې دېوالو وسولاونه ورکه د کور کلي ياري شه

چې ستا د حسن دوران تېر شي رابه شمه وطن به ستا لۍاره پرېږدم

جانانه درې واړه پرېږدم تا سره ځمه وطن د مور او پلاره خوږ دی

دتن په وينويې ساتم ترڅوچې يمه تن مې وطن ديوطن مې تن ،

خلکو ته وايم چې نيس اخيستی يمه وطن مې ستا له غمه پرېښود

چا دې صفت راته کوو راغلی يمه ولاړه اوسه چې دې وينمه

ما په ځوانانو کې خوښ کړې يې مينه ولې دې سر په زنګنو کړ

لي دينهاشنا غماز درته دروغ وي ولې دې مخ زما نه پټ کړ

اوږی په غاړه ما زد يګر ګودر له ځينه ولی به زه ور پسی نه مر م

که سل مې نور وي تا به پاس په تندي وړمه هر کله راشې د يار غمه

ګودره ! ځکه دی صفت هر ځای کو مه هر مازد يګردی لوی اختر دی

چې د کړک شمال په دواړو لګېدنه هغه دې هېر دي که دې ياد دي

چې د اشنا سره به بر ګودر له ځمه اعت به کله راشیهغه س

يا خو په پوله دونيا پرېوتل ګردونه يا خو زما په زړه تياره ده

يا خو به پولې يارانې دغسې وينه يا خو زما نصيب خراب دی

يو کال به پاتې شم چې دواړه يو ځای شونه يار مې په اوم کې زه اتم کې

زه به دا تورې سترګې چېرته بدلومه دیيار مې په شنو سترګو مين

د يار لۍاره درمسال جارو کومه يار مې هندو زه مسلمان يم

يوڅه په جيب كې ستالۍاره ګرځومه ياره زموږكلي ته راشه

دا معشوقې خو غنمرنګې خوند کوينه ياري په تور او په سۍين نه ده

سۍين نه پېژنينه زړه چې مين شي تور او ياري په تور او په سۍين نه ده

که ما پرې کړې وای ژړلي به دې وونه ياري خو تا پرې کړه کمبخته

اوس يې چې لنډه پرې کوې ژړا راځينه ياري خو تا کړه ما خو نکړه

Page 104: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

103 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

د پلو لاندې سړی غلی تېروينه ياري د دنګې نجل خوند کړي

که زړه دې نه وي بيا دې نه مجبورومه ياري د زور خبره نه ده

چې چا خوړلی رنګ يې ځای ته نه راځينه ي د شنې لښتې ګوزار دیيار

ښه شو چې زر دې په مطلب ورسېدمه ياري دې پوله د پګ وه

د لرې لرې نندراې به دې کومه ياري دې نه کوم ډاريږم

څو چې مې سترګې غړولې سبا شونه ياري دې نه وه خوب ليدل و

کې به فردوس جنت له ځمه خړو جامو يم خړ پښتون خړ مې ژوندون دی

اخر يې مه کړې د ځوانانو مجلسونه يو اخيري مصه دې داوي

په پخوانو قدمو دې پرېوتل ګردونه يو ځلې بيا په دې لار راشه

لار يې صحي کړه په غضب ککړه شومه يو ځلې راغلی خوله مي ورکړه

بل دې خبرې په کنډه تللي دينه يو خو دې غونډه منډه خوله ده

بل دې مين په کبرجنې نجل کړمه يو دې غريب پيدا کړم خدايه

هزار زخمونه مې په زړه دي مړ به شمه يو زخم نه دی چې به جوړ شي

د وصال تږی يم اوبه بهانه کومه يو ګوټ اوبه منګی نه راکړه

بيا دې دا دا له توره ورکړه چې راځينه يو وارې پينگه غېږه راکړه

د خندا ډکه خوله به چيرته ناسته وينه ې خبر وييوازې خدای به پر

چې اشنا لاړو زه به تور لحد ته ځمه يوازې ژوند مې په کار نه دی

Page 105: وتښپ · 2019. 3. 20. · تکرش ونوتمدخ ېژولانکټ د يمیلس ۍپټ ،ۍرصم ،ۍډنل 2 لاوای ت ک ن یر رو ن دمح ر ار :یک نوو ک

104 لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ سلیمي د ټکنالوژې خدمتونو شرکت

ه هی کی: رار ت ب ک وون ی رت اوالاو ت ی کت ی ن ورر www.razmohammad.com / [email protected] | م حمد ن

SalimiTechسلیمي د پکنالوژې خدمتونو شرکت

ه مرکزي دفتر د ټکنالوژې پپه سلیمي د ټکنالوې خدمتونو شرکت د شمال زون دري خپلو هېوادوالو ته د ټکنالوژې په برخه کې د هېواد په رسمي ژبو پښتو او

کې د زدکړو یا اي SalimiTechپهه دههه شرکت ترسره کويبرخهه کې خهدمتونهه یهها اپلېکیيهههنونههه لیرنینهها اپلېکیيهههني ویآ او نفیی ففیی پروورامونو

همدارنګه په دهه شرکت کې د ټکنالوژې په مختلفو برخو پوسههاکاج ړوږی،ي رامونو ړوږولو تر ننهها د ویههڼ پههاوو ړوږول او نور ورتههه یهها نههانګو کې د پروو

خدمتونه تاسهو هیوادوالو ته وږاندې کی،ي او مون، د ستاسو لپاره ت په ووپړ کې یو.

پاڼې څخه ډانلوډولی شي. همدغو لنډیو ته مونږ کمپیوټري پوسټکالی هم جوړ کړی چې هیواد وال یې زما له ویب

http://www.razmohammad.com

رازمحمد نورزی پکتیاوال